افغانستان

کابل: د «اسلام ضد اقداماتو» پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۶مه، ۱۳۹۴ل): کابل ښار کې زرګونو کسانو د سلګونو دیني علماوو په ګډون په دې وروستیو کې د اسلام ضد اقداماتو غندنه وکړه او پر ضد يې پراخ لاریون وکړ.

دغه لاریون چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار په زړه کې د شاه دوشمشیره له زیارته پیل شو، پکې زرګونو کسانو ګډون کړی و او «مرګ د اسلام پر دښمنانو» شعارونه يې ورکول.

لاریون کوونکو پخپلو شعارونه کې د «مدني فعالانو» پر نامه هغه پروژه يي خوځښتونه هم غندل، چې د فرخندې له وژنې يې د اسلامي مقدساتو پر ضد د اقداماتو ګامونه پورته کړي و.

پوره اته ورځې وړاندې د فرخندې په نامه یوه مېرمن د دې لاریون د پیل په ځای – شاه دوشمشیره – کې د خلکو له لوري د قران سوځونې په تور ووژل شوله او وروسته اور ور واچول شو.

له هغه وروسته ځینو اشخاصو او ویبپاڼو پر اسلامي مقدساتو نیوکې ګړندۍ کړې او ځينو خو يې لا ان د شاه دوشمشیره زیارت او مسجد پر ځای د «تشنابونو» جوړولو وړاندیزونه وکړل.

نننی پراخ لاریون پر همدې موخه ترسره شو، چې باید ګډ حکومت د اسلام ضد اقداماتو پر وړاندې غلی پاتې نه شي او د اسلام ضد عناصر له ځينو پلمو نه په ګټه د اسلام پر ضد کړنو ته لاس ونه غځوي.

د ګډ حکومت له پیل سره جوخت په پیل کې د دې حکومت امنیتي سلاکار د سیمې په سطحه مدرسې د «ترهګري ځالې» وبللې او له نړیوالو يې وغوښتل چې باید دا مدرسې بندې شي، ورپسې جوخت د افغانستان ایکسپریس په نامه یوې ورځپاڼې الله جل جلاله، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او اسلام ته سپکاوی وکړ، چې دولتي چارواکو يې پر کړنو سترګې پټې کړي.

له پورته پېښو وروسته د افغانستان لومړنۍ مېرمنې رولاغني په فرانسه کې د حجاب ضد اقدامات وستایل او د دې حرکت ملاتړ يې وکړ، چې څرګندونې يې له توندو ولسي غبرګونونو سره مخ شوې.

په دې وروستیو کې د کابل ښار په زړه کې د مدني فعالانو له خوا د حجاب پر ضد لاریون وشو او ځینې نارینه وو د چادریو په اغوستلو سره دا وښوده چې حجاب پر ښځینه طبقه یو ستر «ظلم» دی.

د شاه دوشمشیره له زیارته پیل دې پراخ لاریون ګډ حکومت ته همدا پیغام درلود، چې باید د اسلامي مقدساتو ساتنه وکړي ځکه چې نور ولس د دې ډول کړنو زغم نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x