جرمني له پاکستان څخه غوښتی چی دبون په کنفرانس کی دي برخه واخلي

(نن ټکي اسیا نومبر۲۰۱۱/۳۰) دجرمني هیواد له پاکستان څخه غوښتي دی ترڅو په دغه هیواد کی دافغانستان په اړه راتلونکي نړیوالي غونډی کی دی برخه وخلي.

دراتلونکی(دسمبردمیاشتی) په پنځمه نیټه  باندی دجرمني هیواد دبون په ښارکی دافغانستان په اړه نړيواله غونډه رابلل شوی ده، ویل کیږي دغي غونډي ته لا له پخوا څخه دپاکستان هیواد ته هم بلنه ورکړل شوی وه،

خو کله چی تیره اوني دناټو ځواکونوله افغانستان سره پرپوله باندی پاکستانی عسکرتربرید لاندی راوستل چی له امله یی ددو چارواکو په شمول ۲۴ تنه پاکستانی عسکرووژل شول، پاکستان احتجاجا دجرمني هیواد دبون په ښارکی راروانه غونډه کی دبرخي نه اخیستلو اعلان وکړ.

خونن دجرمني هیواد دبهرنیو چارو دوزارت له لوري په جاري کړل شوی خبرکی راغلي چي دپاکستان له لوري تراوسه پوري نه دغه هیواد اونه هم دغونډي مسؤلینوته رسما دغه غونډه کی دبرخي نه اخیستلو خبرورکړل شوی دي.

ددغه هیواد له لوری په جاري شوی خبرکی وړاندی ویل شوی چی دهیواد دبهرنیو چارو وزارت او دغونډي دانتظامي چارومسؤله ډله دپاکستان دهیواد دبهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کی دي، اوله دغه هیواد څخه یی غوښتی ترڅو غونډه کی برخه واخلي.

دجرمنی هیواد دبهرنیو چارو دوزارت له لوری په نشرشوی خبرکی راغلي وایی په بون کی دافغانستان په اړه غونډه دپاکستان هیواد لپاره ډیرارزښت لري اوددغي غوڼدي په بریالیتوب پوري ددغه هیواد ډیري ګټي تړلي دي.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د