د سامسنګ نوی ټبلېټ د مایکروسافټ له اپلکیشنونو سره وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۶مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د مایکروسافټ کمپنۍ اعلان وکړ چې د روان زیږیدیز کال په لومړۍ نیمايي کې خپل اپلیکشنونه به د سامسنګ په ټبلېټ کې ځای پر ځای کړي.

اوسمهال د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا جوړ شوي اپلکیشنونه ډیر کاروونکي لري او د لویو شرکتونو لخوا خپل کاروونکو ته د وړاندې کولو په موخه په بیه اخیستل کیږي.

مایکروسافټ کمپنۍ په لږه موده کې توانیدلی چې د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوي سمارټ فونونو ته په نړیوال بازار کې کاروونکي پیدا کړي او د زیات شمیر کاروونکو توجه په جلبولو بریالی شوی دی خو مایکروسافټ کمپنۍ غواړي له دې پریکړې سره د لا زیاتو کسانو توجه جلب کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ اپلیکیشنونو وړاندې کول د سامسنګ کمپنۍ په ټبلېټونو کې د سامسنګ کمپنۍ لپاره هم ډیرې ګټې لري ځکه چې د مایکروسافټ کمپنۍ اپلیکیشنونه لکه مایکروسافټ افس ډیر کاروونکی لري چې په ورځنۍ ډول يي استعمالولو ته اړ کیږي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه اپلیکیشنونو له وړاندې کولو سره کولی شي ډیره ګټه ترلاسه کړي او زیات شمیر کاروونکو توجه ځانته جلب کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ یو مدیر رسنیو ته وویل: مونږ غواړو د مایکروسافټ کمپنۍ د تولیداتو کاروونکي زیات کړو چې له همدې امله د دغې کمپنۍ مختلف تولیدات د نورو کمپنیو په مرسته هم کاروونکو ته وړاندې کوو. دغه به دواړو خواوو ته ګټور تمام شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د