کوربه هیواد استرالیا د هندوستان لوبډلې ته نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۶مه ۱۳۹۴ل): نن د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه د هندوستان او کوربه هیواد استرالیا تر منځ وه چې دغه لوبه کې استرالیا د هندوستان لوبډلې ته په ۹۵ منډو ماتې ورکړه.

استرالیا د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. استرالیا د فنچ او سمیت غوره توپ وهنې په مرسته د هندوستان لوبډلې ته په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۲۸ منډو هدف وټاکه.

نننۍ لوبه کې د استرالیا لپاره فنچ په ۱۱۶ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږيزې په مرسته ۸۱ او سمیت په ۹۳ توپونو د ۱۱ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره یادف ۴ او شرما دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. یادف خپل ۹ اورونو کې ۷۲ او شرما خپل ۱۰ اورونو کې ۷۵ منډې ورکړې.

نننۍ لوبه کې د هندوستان لخوا توپ اچونه کې اشوېن تر ټولو کمې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې د خرابې توپ وهنې له امله هندوستان د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی. هندوستان په ۴۶.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۹۵ منډو په ستر توپیر د استرالیا په ګټه وبایلله.

دغه لوبه کې د هندوستان لپاره مهیندرا سینګ دوني په ۶۵ توپونو د درې څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۶۵، دوان په ۴۱ توپونو د ۶ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ او رهانې په ۶۸ توپونو د دوه څلوریزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.

استرالیايي توپ اچوونکي یو ځل بیا غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغه لوبه کې د استرالیا لپاره فالکنر درې، جونسن او سټارک دوه دوه ویکټې واخیستې.

فالکنر خپل ۹ اورونو کې ۵۹، جونسن خپل ۱۰ اورونو کې ۵۰ او سټارک خپل ۸.۵ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې. هذلووډ هم خپل ۱۰ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د