اخوان المسلمین ډله دمصرپه ټاکنوکې ترنورووړاندې شوي ده

n00046253-b
دمصرتازه ټاکني چې بهیریې  له تیرودوو ورځو راهیسي ددغه هیواد په ټولوسیموکې خورا په زور روان وو ، دغیررسمي پایلوله مخي یې څرګنده شوې ده چې  داخوان المسلمین مذهبي ډلې  سیاسي شاخ  (حزب الحریة والعدالة) ترنوروسیاسي ډلو وړاندې شوې ده .
دحزب الحریة والعدالة ډله توانیدلي ده چې دټاکنوپه لومړي پړاوکي  دهیواد دلوړو څوکیولویه برخه  خپله کړي .

دمالوماتوله مخي نوموړي ډلې په مجموع کې دټاکنو څلویښت سلنه ګټلې ده . چې حتمي اونهايی پایلې به یې نن ترماښامه اعلان شي .په دوهم نمبر کې بیاد(الکتله المصریه )  په نوم ډله ده چې نزدې ۱۵ سلنه یې خپله کړي دي ورپسي بالترتیب   د(حزب النور السلفي ) ډلې ۸ سلنه اود (حزب الوفد) ډلې ۵ سلنه په ټاکنوکي بریالیتوب ترلاسه کړي دي  اوپه  پاتې نورو کې یې بیلابیلوسیاسي ډلوبریالیتول ترلاسه کړی دي .دیادوني وړده چې دري ورځي وړاندي دمراکش هیواد په ټاکنوکي هم دنوموړي هیواد مذهبي ډلې   اکثریت ترلاسه کړي وو چې نن يې له مخې دنوموړې ډلي مشر دهیواد دلومړي وزیر په توګه وټاکل شو، شنونکي وايې چې پراسلام پاله مذهبي ډلودخلګوباور زیات شوي دي  ، چې له مخې  يې  مذهبي ډلې په ټاکنوکې بریالۍ کیږي .      

                                                                                                         ندیم توخي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د