شعـــــرونه

عقل – رزین

ليكوال: اسد الله رزین

په خالی عقل دنیا کله جوړیږی
ټول دعقل مست هاتیان یی اوس منی

جوړیده په ګډیدو ځنی بد ل سی
دخا لی عقل خبره داسی وی

دادعقل تروس تیره لولانجه ده
هسی دی لګیاده ځان ستړی کوی

دا د لاری لیږ رڼا ده منزل نه ده
دوری نسی تلای په لار کی دی پریږدی

د دی عقل دنیا دومره زخ وړه ده
دوی د لوی جهان مشکل پری حلوی

عقل نه پوهیږی کوم ځای نه یی پیل کړی
نا بلده فیصلی باندی کوی

په پردی صنعت کی عقل ته ځای نسته
نه دده په لاس بدلون هغه منی

ستړی منډه اوهیڅ ګټه پکی نسته
خپل خالق یی په خپل حکم جوړوی

که رښتیا د جوړیدو یی آرمانجن یی
ورسه وحی ته چی ودی رسوی

عقل وحی ته ورپریږده چی سړی سی
بیله وحی دیوا لونه ګډوی

چا چی کړی اراده دجوړیدووی
دهغه عقل په وحی پسی ځی

لوی مثال دمصطفی تاریخ درواخله
د (رزین) قلم هغه تاریخ لیکی

رزین

شنبه سهار ۸ بجی ۷/۳/۲۰۱۵ شرقی بایی پاس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x