افغانستان

فاریاب: المار کې د اربکیانو قومندان وژل شوی او ۵ ملګري یې له وسلو سره ورک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۶مه ۱۳۹۴ل): فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د اربکیانو یوه پوسته وسله‌والو طالبانو نیولې، قومندان یې وژلی او پنځه ملګري اربکیان یې د وسلو سره ورک دي.

د فاریاب ولایت د المار ولسوال محمد صالح صالح د پېښې تایید کړی خو جزییات يې نه دي ورکړي.

د المار ولسوالۍ په قرايي سیمه کې د اربکیانو قومندان خیرالله قرايي وهم د پېښې تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې نن سهار د «بیش مس» غونډۍ پوستې پرسونل په خوب ویده وه چې د طالبانو په لومه کې ګیر شول.

هغه ویلي چې په پېښه کې د پوستې قومندان محمدامین وژل شوی او پنځه اربکیان د ۹ میله وسلې سره ورک دي.

قرايي په دولت د نېوکې په ترڅ کې وویل چې له شپږو کلونو راهیسې د دولت په ملاتړ له طالبانو سره جنګیږي او په دې لړ کې يې تر دې مهاله خپل ۳۶ کسان وژل شوي، ۶۰ ټپیان شوي دي او بې ساري مالي زیانونه ور اوښتي خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

قرايي همدا راز ویلي چې د طالبانو سره د جګړې لپاره وسلې او مهمات د خلکو په پیسو اخلي او په تېر شپږو کلونو کې يې ۵۰۰ پسونه او لسګونه جریبه ځمکه چې د پلاره ورپاتې وې، خرڅې کړي دي.

دغه قومندان ادعا کړې چې څو ځل یې په امنیتي غونډه کې ګډون کړی او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړي خو هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.
ی
اد قومندان ګواښ کړی چې که چارواکي یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، دوی نور ستړي شوي او نور سیمه پریږدي.

طالبانو ددغه برید په اړه د دوی په رسمي وېبپاڼې کې ویلي چې پوسته يې نیولې، قومندان یې وژلی او پاتې نور عسکر تښتېدلي دي.

دوی زیاته کړې چې په برید کې يې زیات شمېر وسلې هم «غنیمت» کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x