نړۍ

«جرمني پېلوټ مسافر وړونکي الوتکه قصدا غورځولې»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۶مه ۱۳۹۴ل): فرانسوي چارواکي وايي چې جرمن ونګز شرکت اړوند ۳۲۰ ډوله الوتکه مرستیال پېلوټ قصدا غورځولې ده.

دوه ورځ وړاندې د مارچ په ۲۴مه په فرانسه کې د جرمني یوه مسافر وړونکي الوتکه د فرانسې په غرونو کې وغورځېدله چې له کبله یې د پیلوټانو او کارکوونکو په شمول ۱۴۸ کسان ووژل شول.

د دغې الوتکې د غورځېدو د پېښې څېړونکي برایس روبن د «بلیک باکس» څخه د موندل شوو غږونو څخه معلومه کړې چې د پېښې پر مهال مرستیال پيلوټ ځانته و او هغه قصدي ډول الوتکه ښکته کړې ده.

روبن زیاته کړې چې کله پیلوټ د الوتکې د کنترولونې د ځای څخه بهر ووتلو نو جرمني پیلوټ الوتکې کنترولول په لاس کې واخېست او وروسته يې د الوتکې د کنترولونې ځای د خلاصونې څخه انکار وکړ او د یوې بټن په وهلو سره الوتکه د پېښې ښکاره شوه.

یاد څېړونکي همدا راز ویلي چې کله الوتکه وغورځېدله نو هغه مهال «آندر یاز لوبټز) نومې مرستیال پیلوټ ژوندی و.

روبن خبریالانو ته ویلي چې «موږ دا خبرې اوریدلي چې پيلوټ خپل مرستیال پیلوټ ته وايي چې الوتکه کنترول کړي او د هغې سره شاته دروزاه بنده شي».

«دا مهال مرستیال پیلوټ الوتکه کنترولوله. کله چې پیلوټ د الوتکې د کنترول ځای څخه ووت، نو هغه د الوتنې د کنترولونې سستم کې د الوتکې د کوزېدنې توکمۍ ووهله».

هغه وايي چې ظاهرا داسې ښکاري چې په دا ډول سیمه کې د الوتکې ښکته کولو حرکت په قصدي ډول شوی.

روبن له قوله کله چې د الوتکې د ښکته کولو توکمۍ هغه مهال پیلوټان وهي چې قصدي ډول الوتکه ښکته کوي.

دغه فرانسوی څېړونکی وايي چې د هوايي چلند ادارې له الوتکې سره مسلسلې اړیکې ونیولې خو دا کوښښونه بې ګټې وه.

نوموړي په وینا دا لا معلومه نه ده چې مرستیال پیلوټ لخوا د الوتکې د غورځېدلو تر شا څه انګېزه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x