تحریرڅلورلاره: نښتو ۷۹ کسانو ته ژوبله واړوله

Demonstrators wave Egyptian flags as they shout slogans against the military council during a mass protest. - Reuters Photoنن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۳۰) تیره شپه ناوخت دمصرهیواد په پلازمینه قاهره کی تحریرڅلورلاره باندی دځای پرځای شویو لاریونکونکو او سړکونوباندی ګرځیدونکو پلورونکو ترمنځ نښته کی ۷۹ کسه ژوبل شوی دي.

له سیمی څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دی چی اول کی دلاریونکونکو او په لاسونو او ګاډیوکی دمختلفو موادو دپلورونکو ترمنځ لفظی شخړه رامنځ ته شوه چی وروسته دغه شخړه په مخامخ نښته بدله شوه، دنښتي په وخت کی دواړو لورو یوپربل باندی دبوتلو او لرګیو وارونه کړي دي.

روغتیایی کارکونکي وایی په نښته کي ژوبل کسان اکثره دپیښي په ځای کی دبیړنیو مرسته کونکوکسانو له لوري تداوي شوی،یواځي هغه کسان چی لږ زیاتی درملني ته یی اړتیا لره روغتونونوته رسول شوی دي.

دیادولو وړ چي په زرګونه مصري وګړ ي دقاهري ښارتحریر څلور لاره باندی راټول شوی دي، او له فوځ څڅه یی داغوښتنه ده چی دهیواد چاري ته ملکی کسانوته وسپاري.

مصرکی دپخواني ټولواک حسنی مبارک له راپرزیدو څڅه وروسته هلته دحکومت چاري ددغه هیواد فوځ په لاسه کی اخیستي دي، چی په دی وروستیو کی یی اولس سخت مخالفت پیل کړي، ترڅو فوځ له واکه لاس په سر او هیواد کی عمومي ټاکنوته لاره هواره شی.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د