
لورلايي کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۷ مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په لورلائي سیمه کې وسلوالو د پولیسو په یوه پوسته باندي برید کړی، چې په ترڅ کې د سیمه ایزو چارواکو په وینا ۴ تنه پولیس وژل شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم پيښه د لورلائي په میختر سیمه کې را منځته شوې، او د ډزو په تبادله کې د رارا شام په نامه پولیس مرکز مشر (سي ایچ او) هم وژل شوی دی.
د پولیس د مرکز مشر (سي ایچ او) طاهر شا نومیدی، د خپل درې تنه ماتحت پولیسانو سره پر پوسته باندي ولاړ وو چې د نامعلومو وسلوالو له لوري په نښه شو، او ویل کیږي چې وسلوالو د کلاشنکوفونو او لاسي بم په واسطه برید وکړ.
د پيښي وروسته که څه هم سیمي ته په زیات شمېر پولیس او ایف سي عسکر راغلل، خو بریدګر په بریاليتوب سره له سیمي وتښتېدل او ویل کیږي چې د غرونو په لور ولاړل.
تر اوسه د پيښي جزئیات نه دي مالوم، او پولیس هم نه دي توانیدلی چې د بریدګرو د شمیر په اړه کره معلومات تر لاسه کړي، او نه هم تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه اخیستی.
باید وویل شي چې دا هغه سیمه ده چیري چې د روان کال په لومړی میاشت جنوري کې تر ۴۰ زیاتو بریدګرو د ایف سي (نیمه پوځ) په پوسته باندي د راکټونو او درنو وسلو په وسیله برید کړی وو، او د پولیسو په وینا ۷ تنه ایف سي عسکر په کښي وژل شوي وه.