fbpx
gulan sra

ګلان در پسې ګرزي

سید احسان الهام

څومره شكلى يې ايمان درپسې ګرزي
شهادته مسلمان در پسې ګرزي

ته يې ګل غوندي حسين د غيرت ژونده
ته  ډېوه يې  پتنګان  در پسې ګرزي

بختور  يې بختورو ته  ور درومې
ته هستي  يې  پاك  ارمان  درپسې ګرزي

نه تنها دي  ملنګان  درپسې  وتي
هر په تخت سپور سليمان در پسې ګرزي

ايماندار دي عاشقان  پرتا له  وخته
اورته دانګي  قربانيان درپسي  ګرزي

تاته مر ګ ويل  ګناه ابدي ژونديې
د جنت حوري  غلمان   در پسې ګرزي

آزادۍ سره يو ځاى  راشه   سپرلى دى
د ښتوغرو كي مو ګلان   در پسې  ګرزي

كه دي برخه د شهيد يو وړه  الهامه!
د خوښيو به كاروان  در پسې ګرزي
2015/03/26

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د