fbpx

پاکستان: له سعوي عربستانه هر ډول دفاع ته چمتو يو

نن ټکی اسیا (جمعه، وری ۷، ۱۳۹۴ل): پاکستان وايي، چې سعودي عربستان له دوی غوښتي، چې يمن کې د حوثي ملېشو ضد نظامي عملياتو کې د سعودي په ملاتړ برخه واخلي.

سعودي عربستان د يمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي په غوښتنه يمن کې د حوثي شيعه ايران پلوو ملېشو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

د پاکستان صدر اعظم ميا نواز شريف ويلي، چې پاکستان به سعودي عربستان ته د هر پېښېدونکي ګواښ دفاع کوي.

ښاغلي نواز شريف تېره شپه ناوخته صدرات ماڼۍ کې د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف، د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز، لوی درستيز جنرال راحيل شريف او د هوايي ځواک مشر مارشال سهيل امان سره په يوه ګډه غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې نن د جمعې په ورځ به دفاع وزير، د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو سلاکار او د پوځ استازو يو ګډ پلاوی سعودي عربستان ته ځي او د حوثي ملېشو ضد فعاليتونو په اړه به سعودي چارواکو سره سلا مشورې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم د خپل اونيز خبري کنفرانس په ترڅ کې ويلي، چې يمن کې د حوثي ملېشو د کودتا او پېښو ستونزو په اړه سعودي عربستان له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې ده

د عربي رسنيو له قوله په دغو عملياتو د سعودي تر څنګ د متحده عربي اماراتو دېرش، د بحرين ۱۵، د کويت ۱۵، د قطر ۱۰ او د اردن شپږ جنګي الوتکې برخه اخلي.

د عمران خان ګوند دريځ

د عمران خان په مشر د پاکستان انصاف غورځنګ وايي، چې پاکستان بايد منځني ختيځ کې د روانو جګړو برخه نه شي او په دې اړه بايد بې پرې وي.

د انصاف غورځنګ د اطلاعاتو سکرترې شيرين مزاري رسنيو ته وويل، چې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د سعودي عربستان له لوري د روانو عملياتو په اړه بايد پاکستان خپل دريځ او کړنلاره روښانه کړي.

وړمه شپه ناوخته سعودي عربستان د لسګوني عربي ايتلاف په مرسته يمن کې د حوثي کوتاچي ملېشو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړل.
امريکا لپاره د سعودي سفير عادل الجبير تېره واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې دا عمليات يې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي په غوښتنه د هغه د قانوني حکومت او د يمني ولس د ژغورنې په موخه پيل کړي دي.

عادل الجبير وايي، چې دا عمليات يې د امريکا په مشوره پيل کړي، مګر امريکا په کې برخه نه لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
halim
میلمه
halim

نن ټکی اسیا یوه حقیقت ویونکی سرچینه ده