د مسلمانو ميرمنو له پاره نمونه (ام سليم)

حامد افغان
ام سلیم رضی الله عنها د مشهور صحابی انس رضی الله عنه مور ده، ام سلیم له ابوطلحه سره په دې شرط واده ته تیاره شوه چې هغه به اسلام مني، هغه اسلام ومانه او له ام سلیم سره یې واده وکړ، له ابوطلحه رضي الله عنه نه یې یو ښایسته زوی پیدا شو چې هغه ابوعمیر نومیدی، ابوعمیر هغه ماشوم دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ټوکي ورسره کولې، هغه یو مرغه ساتلی و بیا هغه ورنه ورک شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته ویل: ابوعمیره ! نغیرڅه شو؟ يَا أَبَا عُمَيْر , مَا فَعَلَ النُّغَيْر؟ (نغیر دهغه دمرغه نوم و) رواه مسلم .

په ابوطلحه باندي خپل زوی ابوعمیر ډیر زیات ګران و، یو وخت ابوعمیر ناروغه شو او ابوطلحه ډیر زیات ورته خپه شو، ابوطلحه به هر وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سهار ورتلو اوماښام به بیرته راستنیدی، یوه ورځ د ابوعمیر ناروغي زیاته شوه ابوطلحه کور نه و او وفات شو، ام سلیم رضی الله عنها هغه ته غسل اوکفن ورکړ، جامه یې پري وغوړوله او په یوه خونه کې یې کیښود، ابوطلحه چې راغی د ماشوم پوښتنه یې وکړه چې څنګه دی ؟ ام سلیم ورته وویل: اوس یې ساه یوڅه ارامه شوه ګومان کوم ارام شو، ابو طلحه ډیر خوشاله شو، هغه فکر کاوه چې روغ شوی دی .

د ابوطلحه روژه وه، میرمني یې ډوډۍ ورته تیاره او مخته یې ورته کیښودله، هغه ډوډۍ وخوړله، ام سلیم د پخوا په څیر خپل میړه ته ځان جوړ کړ او د هغه غوښتني یې د پخوا په څیر په عادي توګه ترسره کړې، له هغه وروسته یې ورته وویل: ابوطلحه ! که یوڅوک له چا نه یوشی د کم وخت له پاره په سوال وغواړې وروسته چې د دې شې خاوند خپل شی بیرته وغواړي نو هغه خلک به یې منعه کوې او بیرته به یې نه ورکوې ؟ ابوطلحه وویل: نه هغه به یې خامخا ورکوې ځکه دا خو د هغو خپل شی ده دوی ته یې د څه وخت له پاره ورکړی و، ام سلیم ورته وویل: ماوتا ته الله پاک یو زوی راکړی و اوس یې بیرته واخیست، صبر به کوې. ابوطلحه انا لله … وویلې او د خدای حمد یې وویله .

سهار ابوطلحه رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او رسول الله ته داکیسه د وحي په ذریعه معلومه شوې وه نو ورته ویې ویل: خدای دي ستا په دي شپه کې برکت واچوې، ام سلیم له همدي شپې نه حمل واخیست او عبدالله یې پیدا شو هغه ته خدای اوږد ژوند ورکړ او ډیر اولادونه یې پيداشول . رواه مسلم، رقم (6476).

د زوی دمرګ په ماښام هم د میړه ارام او خوشالي په نظر کې نیول د هغي ستري میرمني اخلاق دي چې د نبوت په مدرسه کې روزل شوي وه، ام سلیم ډیره بختوره او ستره صحابیه ده د دې د ژوند په اړه د سیرت په کتابونو کې ډیر تفصیلات شتون لرې خو دا یوه کیسه یې د مسلمانو میرمنو له پاره خورا مهمه او په زړه پوري بیلګه ده . خدای دي زموږ مسلماني خوندي درني او په پت کې لرې .