نړۍ

کمال الجنزوري دمصر دلومړي وزیر په توګه پردنده وګمارل شو

نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۵: دمصردعسکري شورای مشر ښاغلی حسین الطنطاوي کمال الجنزوري ددغه هیواد دکابیني دریس په توګه وټاکی، کمال الجنزوري له دي څخه مخکي دمصر دلری کړل شوی ټولواک حسنی مبارک دحکومت په وخت کی د دلومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله خو وروسته بیا له حسنی مبارک سره دځیني اختلافونوپرسر له دندي څخه لاس به سرشو او دیوڅه وخت لپاره یی دمصر له حکومت څخه ځان لری وساته

شنونکي وایی نوموړي دمصرپه هیواد کی دځوانانو په منځ ډیرمحبوبه دي اودغه هیواد کی ډیر ښه شهرت لري، نوموړي دخپلي دندي پروخت په مصرکی ډیر مالی او اداری اصلاحات راواستل، او ددغه هیواد ډیر بی کاره وګړي یی پردندو باندی وګمارل.

 

دمصردعسکري شورای مشر حسین طنطاوي ښاغلی کمال الجنزوري ددغه هیواد دنوي لومړي وزیر په توګه پردنده ګمارلی دي.

دکمال الجنزوري ټاکنه له هغه څخه وروسته رامنځ ته شوه کله چی په زرګونو مصري وګړو یوځل بیا په هیواد کی دفوځي حکومت په وړاندي په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړ، مصري وګړو دخپلو مظاهرو او لاریونونو پروخت له فوځ څخه غوښتي چی ژرترژره دي  هیوادکی فوځي واک ته دپای ټکی کیږدي اوپه دغه هیواد کی دي سراسري ټاکنوته لاره هواره کړي، په دي وروستیو کی دمصرپه پلازمینه قاهره کی دفوځ او لاریون کونکو ترمنځ اخ اوډب هم رامنځ ته شوی وو، چی له کبله یی په لسګونولاریون کونکي وژل شوی او ژوبل شوی وو، چی وروسته یو فوځي افیسر له دی کبله دچارواکوله لوري نیول شوی وو، چی له مظاهره کونکو څخه یی دنښتو پر وخت سترګي ایستلي وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x