نړۍ

د ګاز چاودنې نيويارک کې ۱۹ کسان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وری ۷، ۱۳۹۴ل): نيويارک کې د يو چاودنې له امله دوو ودانيو کې اور لګېدلی او تر اوسه د ۱۹ کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د نيويارک پوليس وايي، چې چاودنه د ګاز له امله رامنځته شوې ده.

رويټرز خبري اژانس وايي، چې د نيويارک منهاتن کې يوې ودانۍ کې د ګاز چاودنې له امله اور لګېدلی او وروسته دغه اور د څنګ بلې ودانۍ هم رسېدلی دی او تر اوسه د ۱۹ ټپيانو له ډلې څخه د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د نيويارک ښاروال د پېښې ځای ته څېرمه رسنيو ته وويل، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودنه يوې ودانۍ کې د ګاز له امله رامنځته شوې او وروسته د څنګ ودانۍ ته هم اور رسېدلی دی.

د نيويارک اور وژنې اداره وايي، چې د چاودنې له امله دواړه ودانۍ سوځيدلي، دوی هڅه وکړه، چې د اور د خپرېدو مخه ونيسي او دوی په خپلو هڅو کې بريالي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x