د نړۍ تر ټولو نادر ژوی شل کاله وروسته بیا وموندل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): نرم وېښته لرونکی دغه ښایسته ژوی د لومړۍ ځل لپاره په ۱۹۸۳ زیږیدیز کال کې لیدل شوی و او اوس له ډیر کوښښ وروسته د دغه ژوی یو تصویر اخیستل شوی.

د لومړۍ ځل لپاره دغه ژوی په چین کې د تیان شان په غرونو کې لیدل شوی و. دغه ژوی د سوی له نسل څخه دی او غرنیزو سیمو کې ژوند کوي.

دغه نوی کشف شوی ژوی د بیولوژي علم کاروپوهانو لخوا ایلي پیکا نومول شوی.

له دې وړاندې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ زیږیدیز کال کې دوه امریکايي او چینايي څیړونکي د دې ژوی پیدا کولو لپاره ۳۷ مختلفې سیمې وڅیړل خو د دې ژوی په پیدا کولو کې پاتې راغلل.

تیر ژمي کې وایډونګ لي هغه څوک چې دغه ژوی يي په ۱۹۸۳ کال کې لیدلی و بیا د همدې ژوی موندلو لپاره دغې سیمې کې څیړنه او لټون پیل کړ.

وایډونګ لي د دغه ژوی په پیدا کولو کې بریالی شو او د ژوی تصویر يي هم وویست. دغه ژوی په ۹۲۰۰ څخه تر ۱۳۴۵۰ فټ اوچتوالی کې ژوند کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د