دکلیسا تنګ نظري

یوې الماني کلیسا خپله یوه کارکوونکي له کاره ځکه ګوښه کړه چې هغي له مسلمان سره واده کړی و

د مفكرة الاسلام عربي ویب سایټ له خبر سره سم دالمان په جنوب کې یوې انجیلی کلیسا اعلان وکړ چې ددوی یوې اته ویشت کلني کارکوونکي له یوه مسلمان سره واده کړی دی او له دې کبله یې هغه له کار نه ګوښه کړه.

دالمان په جنوب کې دویرتمبیرج په سیمه کې دانجیلی ابرشیه کلیسا مشری کریستل هاوسدنج وویل چې ددوی کلیسا پریکړه کړې ده چې نوموړي کارکونکي به له خپلي دندي ګوښه کوې او دا پریکړه یې له خپلو قانوني قراراتو سره سمه کړې ده .

هاوسدنج وایې موږ خپلو کار کوونکو ته مخکي له داسي ګام پورته کوني څخه خبرداری ورکوو .

څه موده مخکي خبري سرچینو خبر ورکړی وچې ددی کلیسا یوي اته ویشت کلني کاهني کارکوونکي له یوه بنګلادیشي مسلمان سره واده کړی و ددې کلیساګانو قانون وایې چې په دې کلیساو کې باید دکارکونکو میړونه هم له انجیلی کلیسا سره تړلی شخص وي که څه هم ځیني استثناءاتو ته اجازه شته .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د