ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو پخوانۍ ویب پاڼه وپیژنئ

نن ټکی اسیا (جمعه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): د نړۍ تر ټولو پخوانۍ ویب پاڼه څو ورځې وړاندې ۳۰ کلنه شوه.

دا ویب پاڼه (Symbolics.com) ده، چې تر اوسه هم ځانګړی شمیر کاروونکي لري. خو په دې وروستیو کې کوم ځانګړی فعالیت نه لري او د وخت له تیریدو سره نه اپډیټ کیږي.

دغه ویب پاڼه د مارچ میاشتې په ۱۵مه په ۱۹۸۵ زیږیدیز کال کې د یوې کمپنۍ لخوا چې سمبولیکس (Symbolics) نومیده واخیستل شو. دغه کمپنۍ غوښتل خپل معلومات له دې لارې کاروونکو ته وړاندې کړي.

دغه کمپنۍ د کمپیوټر په برخه کې فعالیت درلود چې ډیره لږه موده کې د کاروونکو تر منځ مشهور شو خو دغه کمپنۍ په ۱۹۹۳ زیږیدیز کال کې له ماتې سره مخ شوه او له منځه ولاړه.

له ماتې وروسته سمبولیکس (Symbolics) کمپنۍ وغوښتل چې خپل ویب پاڼه د یو مقدار پیسو په بدل کې په بل کمپنۍ وپلوري او د ایکس ایف ډاټ کام (XF.com) شرکت د دې ویب پاڼې پیریدلو ته حاضر شو.

د دغې پخوانۍ ویب پاڼې نوی څښتن رسنیو ته وویل چې د دې لپاره چې دغه ویب پاڼه د نړۍ تر ټولو پخوانۍ ویب پاڼه ګڼل کیږي هره ورځ په زرګونه کسان دا ویب پاڼه ګوري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close