شعر – خالقیار احمدزی

شاعر: خالقیار احمدزی

په زړه کې مې اوسیږي یو ښاغلی غوندې ښکاري
د وخت په رقیبانو هم منلی غوندې ښکاري

هرڅه ورته اغزي وي ګلاب مړاوی راڅرګند شي
په سختو پړاونو کې نازولی غوندې ښکاري

دا تورې تورې څڼې ول په ول سپینه پګړۍ یې
دا ډك واسكټ په غاړه سرسپارلی غوندې ښکاري

انبار انبارګردونه یې کتاب باندې پراته و
شهید طالب جانان مې رانه تللی غوندې ښکاري

د وصل په آرمان یې تخیل کې کرښې وکړم
غزل کې خالقیاره ! څومره ښکلی غوندې ښکاري

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د