دسولې جایزه وړونکي هیواد د ۳۵ ملیاردو ډالرو وسله خرڅه کړې ده
دامریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما چې دسولې دنوبل جایزه هم ورکړل شوې ده ، په تېر کال کې یې ددرست جهان په سطحه دوژونکو وسلو دخرڅلاو ریکاډ ټینګ کړی دی .
دهغو شمیرو له مخې چې په دې وروستیو کې اعلان شوي دي ، امریکا په ۲۰۱۱ کال کې دنړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره دوسلو دخرڅلاو خورا سترې معاملې کړي دي ،
او له دې لارې یې د ورپیښ اقتصادی شکست دجبیره کولو منظمې هڅې ترسره کړي دي ، ددې شمیرو له مخې امریکایانو تیر کال مجموعاد ۳۵ ملیاردو ډالرو وسلې دنړۍ په بیلابیلوهیوادونو خرڅې کړي دي ، په دې لړ کې ددوی لس ستر مشتریان په لاندې ډول دي .
دکابل رژیم: ۵.۴ ملیارد ډالر
امریکایي داخلي کمپینۍ : ۴.۹ ملیارد ډالر
هندوستان: ۴،۵ ملیارد ډالر
استرالیا : ۳.۹ ملیارد ډالر
سعودي عرب: ۳،۵ ملیارد ډالر
عراق: ۲ ملیارد ډالر
امارات: ۱.۵ ملیارد ډالر
اسرائیل: ۱،۴ ملیارد ډالر
جاپان : ۰.۵ ملیارد ډالر
سویډن : ۰،۵ ملیارد ډالر