
نوی موټر د ترافیکي قوانینو خلاف عمل ته مو نه پریږدي
نن ټکی اسیا (جمعه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): فورډ نومې امریکايي موټر جوړولو کمپنۍ غواړي داسې موټر د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي چې د ترافیکي نښو لیدلو سره پخپله خپل سرعت کموي.
فورډ کمپنۍ په وینا د دې اسانتیا وړاندې کولو سره به ډېر شمېر موټر چلوونکي له ترافیکي جرمانې څخه وژغورل شي.
فورډ کمپنۍ به خپل دغه نوی ټکنالوژي چې د موټر سرعت د ترافیکي نښو په لارښوونه بدلوي اروپا کې د دوهم نسل موټرو سره چې ایس- مکس (S-Max) نومیږي کاروونکو ته وړاندې کړي.
د فورډ کمپنۍ ویاند رسنیو ته ویلي چې کاروونکي کولی شي دغه ټکنالوژي خپل د خوښې موټر کې هم ځای پر ځای کړي یعني دغه ټکنالوژي د یو خاص کمپنۍ په موټرو پورې ندی محدود شوی.
انټیلیجینټ سپیډ لېمېټر (Intelligent Speed Limiter ) نومې دغه ټکنالوژي د اتومات بریک استعمالولو پر ځای د موټر په ماشین پټرول کموي.
د دغې ټکنالوژي په مرسته د موټر په ټایرونو کې لګول شوي حساس اوزار د سرعت اندازه معلوموي چې د دې په مرسته موټر په سیسټم کې ښکته شوی سافټ وییر د سرعت ترافیکي نښې لیدلو سره د بریګ نیولو پر ځای د موټر په ماشین پټرول کموي.
د دې ټکنالوژي څخه ګټه اخیستلو لپاره د موټر په مخکینی ښیښه کې د ترافیکي نښو لیدونکی سیسټم لګول کیږي کوم کې چې یو کامره به د موټر چلوونکي ته د سرعت ټاکل شوي اندازې په اړه معلومات ورکوي.
د فورډ کمپنۍ په وینا په برتانیه کې په ۲۰۱۳ زیږیدیز کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیات کسان د ټاکل شوی سرعت څخه تیز موټر چلولو له امله جریمه شوي.