ډېر ځله یو تاواني شی ګټور وخېژي

لیکوال: ابو خلیل قدوسي

په عربي ژبه کي متل دی وايي:

رب ضارة نافعة

ډېر ځله یوتاواني شی ګټور وخېژي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له ځېنو اسلامي او عربي هېوادونو سره په تنسیق کي په یمن کي دشېعه کودتاچیانو په نظامي پوستو او اډو دسعودي دمسلمان پاچا ملک سلمان بن عبد العزیز دنوي حکومت تر مشرتابه لاندي بې لدې چي د بین المللي ټولني او دامنیت دشورا موافقه نرلاسه کړي خپل سرېزو هوايي برېدونو دا جوته کړه چي اسلامي هېوادونه کولای شي دهر ګواښ په وړاندي پخپل سر په کلکه ودرېږي .

دا پداسي حال کي چي دامنیت شوری او دهغې اسنازي جمال بن عمر هڅه کوله چي دشېعه کودتاچيانو نوي رژېم ته چي داېران سوريې او حزب الله بشپړ ملاتړ ورسره دی قانوني رنګ ورکړي او په سېمه کي دسترو قدرتونو دګټو دساتلو او ددائمي فتنې درامنځته کولو په موخه دسني شېعه انډول برابر کړي.

دسعودې دحکومت دې خپل سرېز اقدام دترکيې او پاکستان په شمول دټولي اسلامي نړۍ ملاتړ ځان ته جلب کړی چي مجبورا يې ځېنو غربي هېوادونو هم لفظي او اخلاقي ملاتړ اعلان کړی.

دسعودي دحکومت دا زړور اقدام په عين وخت کي دایران شېعه حکومت ته يوه ګوت څنډنه هم ده چي داسي فکر دي نکوي چي هغه به داسرایلو او امريکا په ملاتړ وکولای شي په سېمه کي خپل شوم پلانونه په اساني سره پلي او پرمخ بوزي دسعودي عربستان دې بېساري اقدام ايران له سختي وارخطايي سره مخامخ کړی.

دا په داسي حال کي چي دسعودي حکومت له سېمه اېزو عربي او اسلامي هېوادونو سره په ګډ تنسیق کي تابیا نېولي ده چي یو مشترک بېړنی پوځي ځواک جوړ کړي ترڅو دهرخطر دمقابلې لپاره داړتیا په صورت کي اړېن، فوري او بېړني عملي ګامونه پورته کړي.

دسعودي داوسني پاچا زوی محمد بن سلمان ددفاع وزېر دی پټه دي نه وي چي له څېرې څخه هم يو بهادر ځوان او دېنداره شخصیت مالومېږي چي داوسني پرېکنده تندر (عاصفة الحزم) قومانده په غاړه لري.

پدې عملياتو کي تراوسه دحوثي يمني شېعه ګانو ګڼ شمېر نظامي اډې او دالوتکو ضد توغندیو مورچلونه تباه شوي او دهغوی زیات پوځي لوړ پوري چارواکي او مشران پکي یاخو له منځه وړل شوي او يا هم سخت ټپیان شوي دي او دیمن فضا جنګي سیمه اعلان شوي دسعودي دهوايي ځواکونو قومندان تېره شپه خبریالانو ته وويل چي دا عملياته به تر هغه وخته دوام وکړي ترڅو خپل اهداف ترلاسه کړي او که اړېن وبلل شي زمکنی یرغل به هم پیل کړي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د