دیني، سیرت او تاریخ

د ایمان اثر او د اسلام جاذیبیت په زړونو کی

لیکنه: حریا شملزي

د سختو زړونو خاوندانو ته !

د شیخ محمد صالح فردل په نوم ایډی می فیس بک کی مطالعه کوله چی یوه ویډیو می مخی ته راغله چی یوه مشرکه پیغله اسلام قبلوی او د کوم مسلمان ورور په لاس چی بیعت کوی او بیړه لری چی څومره ژر کیږی د اسلام ومقدس دین ته داخله شی د شهادت د کلیمی په اوریدلو او تکرارولو یی زړه دومره نرم شی او سترګی یی وبهیږی.

ماته هم ژړا راشی پخپل دین چی څومره عظمت ، محبت او جاذبیت پکښی پروت ده او موږ څومره ورڅخه ناخبره او بی باکه یو دا څو کرښی می د زړه له درده ولیکلی هیله ده راته نشر یی کړی مطلب می لیکوالی او د ځان ښونه نده هدف می د الله رضا او د هغو خویندو لپاره څه ویل دی چی تل خوله بنده او په سرنویشت او ناموس یی غربی مزدوران او د کوڅو اوزګاره خره ( مدنی فعالان ) غیر شرعی او زموږ له فرهنګ سره ضد غو ښتنی لری، زه په یقین سره ویلای شم چی ښځینه تر نارینه و ډیری په اسلام مینی او له کفری ټولنی سره حساسیت لری.

دا چی نارینه ته زمینه مساعده او الله تعالی د ټولنی رسالت او رهبری ورلغاړی کړی او ښځه یی د کور په خدمت ګمارلی زه پخپل مسؤلیت ویاړم ولی د زړه له درده دا د ځان حق ګڼم چی څوک دی خپل نفسی او شیطانی کفری عنعنات د افغانستان پر پتمنو خوندو نه تحمیلوی که موږ له اسلام سره مینه نه لرلای دغه قربانی به چا ورکولی، دغه شهیدان چی نن د صلیبی یرغلګرو په وړاندی قربانی کیږی خو زموږ وروڼه ، بچیان او خاوندان دی ، د ویډیو لینک می نشو یو ځای کولای هیله ده زما کمزوری لیکنی راته نشر کړی ترڅومو پتمنی خوندی هڅولی وی چی دخپلو وروڼو تر څنګ د هیواد په ازادولو او د غرب د شومو دسائسو په شنډولو کی مو ونډه لرلی وی.

د ایمان اثر او د اسلام جاذیبیت په زړونو کی

د حسرت اوښکی ، د «دیر آید درست آید» افسوس او خوښی

تاسو وګوری اسلام څومره د خلګو په زړونو اثر کوی او له وچو کسو د اوښکو ویالی بهوی او ټول ګناهونه پریولی ، څوک چی داسلام دائری ته داخلیږی څومره د خوښی او ویاړ احساس کوی، او موږ زاړه مسلمانان له پلاره او نیکونو پاخه مسلمانان بلکه د اسلام ټیکه داران و خپل مقدس دین ته څومره په سپکه ګورو ، څومره مو په زړه کی کفر او دهغوی کلتور خوښ ده څومره ژر رنګ تری اخلو څومره په څو ټکو انګلسی زدکړه خوښیږو او بیړه کوو چی اولادونه مو اینګلیسی زده کړی او ډیموکراسی ته څومره تږی یو نوی نسل مو څومره نوی اصلاحات خپل کړی څومره خواږه نبوی سنتونه مو پری ایښي د السلام علیکم ورحمت الله ځای مو په های ، هیلو ، ګوډ مارننګ او ویلکم او داسی نورو بدل کړی.

لږ فکر وکړی دا دالله لورینه او فضل وګڼه اسلام ته په سپکه مه ګوره اسلام متدین او د بشریت د ټولو مادی او معنوی ګټو ضامن ده اسلام افراط نه لری اسلام د ترقی ضد نده، اسلام د ښه او سوکاله ژوند ننګه کوی، دا د کافرانو دسیسه او زما او ستا جهالت ده چی اسلام العیاذ بالله غریب ، قدامت طلب راته ښکاری دا د استعمار ظلم ده چی ما او تاته هرڅه په انګریزی کی ښیی، طب ، صنعت او حرفت سائنس او ټیکنالوجی دا هرڅه کافرانو له قران او مسلمانانو نه زده کړی، او ما او تا یی صرف د ناروغ لپاره او د چا مظلوم د حق د غصبولو لپاره یو ورځ را واخلو هغه هم په لسو پوښونو کی.

راشه مسلمانه فکر وکړه قران کریم یو جامع کتاب ، قانون او د انسانیت له هره رازه خبر ددنیا او اخرت خزانه ده، وه یی پلټه، ویی لوله عمل په وکړه، ننګه یی وکړی، د هیواد بلکی د ټولی نړی اساسی قانون یی کړه بیا ته ګوره چی څومره ژر به بریمن او سوکاله یی، څومره چی فاصله ورسره نیسی همدومره به خوار او ذلیل یی او تل به دکافر غلام یی، وږی ، تږی ، کوڼ او ړوند به یی، لږ سوچ وکړه د کفارو نه عبرت واخله، توبه وباسه، وژاړه، ماتم اعلان کړه، شپه او ورځ یوه کړه، د کفر له غلامی ځان او ملت وباسه، دا دین او وطن څه دملا او طالب اجاره نده، داچی دوی د یوازی توب احساس کوی داهم ما او تا یوازی کړی.
خپل زړونه د الله له ویری په اوښکو نرم کړی او نور د ریښتیا ډګر ته ځان وغورزوی، هیواد او راتلونکی نسلونه د ډیموکراسی له ویروس نه وژغوری.
مننه
حریا شملزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یتیم زابلی

جالبه او مؤثره لیکنه ده الله دی اجر درکړی پدا راز خویندو تل ملتونه ویاړی ، ما چی به کله ستا لیکنه فیس بک ولیده همدا سوال به راته پیداشو چی ولی خپلی لیکنی یوی ملی او اسلامی پاڼی ته نه سپاری چی لوستونکی یی ولولی قیس بک چندان وسیله نده البته ښه انتخاب دی کړی د نورو لیکنو په طمع ستاسو د زابل یتیم

حامد

د هیواد نوی دیموکرات دولت په تیره د اشرف غنی رولا غواری چی شزی داسی کرنو ته وهسوی لکه د فرخندی او د حجاب ضد لاریون د خرو لمانزغونده او داسی نور چی غرب ته داد ورکی چی په افغانستان کی ستاسو قانون. پلی کیگی او تاسو موز یوازی مه پریگدی او پاتی عسکر مه باسی په داسی شرایطو کی ملت ته دطالب ترشا دریدل ضروری دی او د غنی د ناروا کرنو غندل ضروری دی او دافغانی خوندو په نوم غلطی استفادی باید بندی شی او دحریی په شان دهیواد هره پتمنه خور د حجاب او اسلامی شعایرو درناوی… نور لوستل »

صباوون زلمی

حریا خوری ماشاءالله ڈیره په زڑه پوری لیکنه دی کڑی الله د نورو لیکلو توفیق هم در کڑی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x