نادري ناولده

په لندن کې ډاکټرانو د یوې ښځي د معدې څخه د ۲۵ کالو تیر سوی قلم را وایست

http://cache.gawkerassets.com/assets/images/39/2011/12/130c48e6299a23758922b1e4856bb2b1.jpgنن ټکی آسیا: په برتانیا کې ډاکټرانو د یې ښځي د معدې څخه یو داسي قلم را وایست، چي پوره شل کاله تر مخه يې تیر کړی وو.

ویل کیږي چي قلم اوس هم سم خط لیکي، او د استعمال وړ دی.

د تفصیلاتو سره سم څو ورځي تر مخه یو ۷۴ کلنه ښځه ډاکټرانو ته په دې خاطر ورغله چي معده يې درد او ځیني نور خرابی لري، ډاکټرانو د تشخیص لپاره د سیټي سکین یا ټي وي معاینات غوښتنه وکړه، نو ورته معلومه سول چي د ښځي په نس کې قلم پروت دی.

ډاکټرانو د ښځي د نس څخه دغه قلم په داسي حالت کې را وایست چي تر اوسه د لیکلو قابل وو.

ښځي د ډاکټرانو په مخ کې دا ومنله چي دا قلم پوره ۲۵ کاله تر مخه دې په غلطی سره تیر کړی وو.

تر څو ډاکټران دا ثابته کړي چي دا قلم اوس هم د لیکلو قابلیت لري، د امتحان  لپاره په دغه قلم پر سپین کاغذ د هیلو hello توري هم ولیکل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x