نظــر

بس، فقط، همدا مرسته !!!؟

لیکنه :    موسی فرهاد

د غبرګ سري حکومت ، غبرګ مشران  عین او غین په غبرګو الوتکو کې له غبرګو ایجنډاوو او غبرګو قافلو سره بالآخر کیمپ ډیویډ ته ورسیدل ، هغه ځای چې د دوی د امیدونو وروستۍ مأوا ده ، هغه ځای چې د ناوسه او غریبو دیموکراتانو د خالي کچکول  لپاره غني دربار دی ، هغه واشنګټن چې د عین و غین لیبراله قافله ورته په تقدس قائله ده ، هغه ځای چې د نامسلماني لومړۍ میرمني له برکته  نن د ارګ خسرګنۍ بلله کیږي .  لنډه داچې غني او عبدالله د خپل هغه محسن زیارت او دیدار ته  ولاړل چې دوی دواړو ته یې د یوه افغانستان د باچايي تاجونه ورپر سر کړي  . او دادی اوس عین و غین دواړه د ارګ له ګلخانې نه بیل ، بېل د حکمرانۍ فرمانونه صادروي .

په هرصورت امریکا ته د اشرفغني او د ده د حکومت سفر ، داسي سفر نه دی، لکه نورو هیوادونو ته ، چې یوه دیپلوماتیکه بڼه ولري ، بلکي امریکا ته سفر داسي سفر دی، چې د کابل د ادارې ټولي هیلي او ارزوګاني ، خوښۍ او بدمرغۍ یې ټولي ورپوري تړلي دي . که چیري یې دا سفر بریالی وي نو د کابل حکومت ته نوی روح او نوي ساه ورکول شوي ، او که ناکامه وي نو ګویا ژوند یې نیمګړی شو. داځکه چې د انګریزانو ،  روسانو او امریکایانو دریو واړو تجربې زموږ افغانانو په وړاندي پرتي دي چې د ګوډاګيانو بقا او فنا د خپلو محسنو یرغلګرو تر ارادو پوري موقوفه وي . چې څنګه یې مخ ورځیني واوړي ؛ د دوی زوال شروع سي .

ویل کیږي چې غني او عبدالله دواړو هر یوه له ځان سره ۹۰ –  ۹۰ کسیزه  قافله  بیولي . چې داپخپله د خپل منځي  بې باورۍ او مصلحتونو غمازي کوي . استاذ اوباما یې ترمنځ واټن نور هم ورزیات کړ ، په دې چې یوازي يې له اشرفغني سره ولیدل او ډاکترصاب یې د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس ته ورپریښود .  بل داچې په کانګرس کې یې خپل امریکایی الاصله ډنګر اشرف غني ته ښه چکچکي ووهلي ، خو ډبل عبدالله لکه چې ایرانی یا روسی ورته ښکاریده ؛ هغومره یې ونه نازاوه .  له همدې ځای یې ایجنډاوي هم دوې بریښیدلي چې یو یې د امریکایي مصالحو وفادار او بل یې په پټه د شوروي او ایراني ګټو محافظ بلل کیږي .  خو پر یوه ټکي چې عین و غین دواړه سره یوه خوله وو ؛ هغه د امریکايي اشغالګرو عسکرو پاتي کیدل او ځنډول وو . دواړو ډاکترانو په غبرګه ژبه په کمپ ډیویډ کې امریکایی جنرالانو او سیاسیونو ته زارۍ وکړي چې خپل عسکر دي ژر نه باسي .   دویمه غوښتنه یې د نغدو ډالرو وه ، دوی له امریکایي بادارانو هیله وکړه چې په ماضي کې د ورسره کړیو پیسو ژمني دې پلي کړي او دوی ته دې ۵ میلیارد ډالره ورکړي .  دغه دوې آساسي غوښتني یې له دې امله وي چې د کابل اوسنی ګوډاګی نظام د امریکا د عسکرو په زور او د هغوی د ډالرو په مټ  تخلیق شوی او بقا یې هم تر همدې دوو شیانو پوري موقوفه ده .  که امریکايان د دوی امنیت ونه ساتي او یا دوی ته پیسې ورنکړي ؛ نو دکابل دغه ګوډاګی نظام به د آزادې او خپلواکي غوښتونکي مجاهد ملت په وړاندي قرار ونلري ، داسي به له صحني وغورځول شي لکه په تېر کې چې نور ګوډاګي نظامونه د افغانانو له خوا غورځول شوي وو .

مګر ښاغلي اوباما فی الحال یوازي د  ۱۰زره عسکرو د ځنډیدو ژمنه ورسره وکړه .  د پیسو لپاره یې د بسپني مخکنۍ وعده بیا تکرار کړه  . او فعلاً یې پیسې ورته ورنکړي .

اوس خبره دا ده چې له دوی سره تللي  ۱۸۰ کسیزه قافله او یا په کابل کې پاتي خلک چې د اشرف غني سفر ته ډېر لیواله او خوشحاله وو ؛ اوس به پوښتنه کوي ، چې بس ، فقط ، همدا مرسته !!!؟

د دې مرستې لپاره خو اشرفغني لا له وړاندي د تاریخي خیانت سند لاسلیک کړ ، او د افغانانو د وژلو او د خپل هیواد د ورانولو لپاره یې  د دایمي اډو لاره هواره کړه .   له هغه سره سره بیا هم د مجاهدینو له توري څخه بچ نشو .

بل داچې  عسکر خو هسي هم امریکا د اشرف غني په خوله نه پري ایښي او نه یې د ده په خوله باسي ، دا خو یې  خپله ستراتیژي ده چې کله د مجاهدینو ولکه  ورباندي سخته شي ، نو د وتلو خبره ګرمه کړي ، او کله چې بیا لږ د امن احساس وکړي ؛ بیا د وتلو خبره وځنډوي .

که بیا هم په دې ۱۰زره  یرغلګرو د عین او غین کوم  درد دواء سي ، او یا د اوباما رعب ژوندی پاتي شي ؟  مګر افغان ملت او امریکايي ولس ته خو یې له زیانه پرته ؛ هیڅ ګټه نشته . چې یونیم لکو عسکرو څه ونکړای شو ؛ نو لس و اته زره به څه وکړای شي . ؟  د افغانانو د جهاد توره به بیا هم تر هغو چلیږي ؛ ترڅو یې ټول یرغلګر ایستلي نه وي ، او د ا ستقلال بیرغ یې اوچت کړی نه وي ؟!!!!! !؟

خلاصه دا چې  عین و غین په دې سفر کې نور هیڅ ترلاسه نه کړل ، بلکي د تاریخي ملي خیانت یو بل تور داغ یې پرخپلو پاڼو ور اضافه کړ . نه یې پیسې ترلاسه کړي چې د دوی اصلي هدف ؤ، او نه یې نوري  ناوړه موخي ترسره شوي ……..!!!  ( خَسِرَالدُّنیا والآخِرَة)

پای …………………………………………………….. !

2015-03-27

موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x