نادري ناولده

دنړۍ زيات نفوس لرونکي هېوادونه !

په نړۍ کې ځينې داسې هېوادونه شته چې دنورو هغو په پرتله د زيات نفوس درلودونکي وي ، چې يو څو يې موږ دلته ذکر کوو .

(1) چين : چين هېواد چې په دې ورستيو کې د پرمختګ په حال کې هم دی ، دنړۍ تر ټولو دزيات نفوس لرونکو هېوادونو په سر کې راځي ، داپه داسې حال کې ده چې د ټولې نړۍ تخميني نفوس 6،7 بيليونه ته رسېږي ، چې له هغې جملې څخه يوازې شل فيصده يې چين تشکيلوي ، جالبه داده چې دچين هېواد ،

حکومت په پام کې لري چې په خپل هېواد کې داسې  يو ډول قانون پلی کړي چې له مخې بهيې په هر کور کې يوازې او يوازې يو کوچنی وي ، د يادولو وړ ده چې دچين هېواد نفوس 1،345،751،000 ته رسيږي .

(2) هند : هند په نړۍ کې دزيات نفوس لرونکو هېوادونو په قطار کې راځي او دويم مقام لري ، په نوموړی هېواد کې په نسبي ډول نهه سوه څوارلس نجونې وي او زر هلکان وي ، يعنې تر نجونو يې هلکان ډېر دي ، دا په داسې حال کې ده چې د هند هېواد تر 50٪ زيات اوسيدونکي تر 25 کاله کم عمر لري ، ويل کېږي چې په دوه زره او شل کال کې به د هند داوسېدونکو او سط عمر نهه ويشت کاله وي ، البته د هندوستان نفوس تقريباً 1،198،003،000 ته رسېږي ، ديادولو وړ ده چې هندي چارواکو دخپل هېواد دثبات لپاره اتلس ژبې رسمې اعلان کړې دي ، چې دهغو له جملې څخه يې هندي ژبه زياته کارول کېږي .

(3) امريکا متحده ايالات : دامريکا متحده ايالات د نفوس له پلوه ، دنړۍ درېيم هېواد بلل کېږي ، البته د امريکا متحده ايالات  يوه ستر مملکت بلل کېږي چې دځمکې دپراخوالي له مخې هم درېيم مقام لري دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په متحده ايالتونو کې په اوسط ډول يوه ښځه بايد د 1 څخه تر 2 پورې اولادونه دخپل ژوند په جريان کې پيدا کړي ، په داسې حال کې چې دامريکا په متحده ايالتونو کې مهاجرت هم دنفوس پر زياتېدو باندې يو ستر اغيز شيندلی دی ، دنوموړی هېواد نفوس 314،659،000 بلل شوی دی . ديادولو وړ ده چې د امريکا د متحده ايالتونو نفوس په کال کې 0.9٪ ډېريږي لکه په 2007 مېلادي کال کې چې ډېر شوی و .

(4) اندونيزيا : اندونيزيا هېواد هم د نړۍ دزيات نفوس لرونکو هېوادونو په قطار کې راځي ، په ياد هېواد کې دجاوا او مادورا سيمې ستره ګڼه ګوڼه لري ، دا په داسې حال کې ده چې داندونيزيا هېواد څلور ستر ښارونه د ډېر نفوس لرونکي دي ، لکه جاکارتا 9،1 ميليونه ، سورابيا 2،7 ميليونه ، بنډنګ 2،3 ميليونه  او همدا راز ميدان نومي ښار چې دوه ميليونه نفوس لري ، داندونيزيا هېواد خلک په فرهنګ ، ژبه او مذهب کې ډېر سره جلا دي ، يعنې په نوموړي هېواد کې ډول ډول فرهنګونه او ژبې شته . همدا راز داندونيزيا زياتره اوسېدونکي دمالايي دقبيلې څخه دي او ځينې خلک يې هم ميلا نزيان دي ، داندونيزيا نفوس 229،965،00 ټإکل شوی دی . ديادولو وړ ده چې په اندونيزيا کې چېنايان عرب ، هنديان او اروپايي وګړې هم ژوند کوي .

(5) برازيل : برازيل هېواد هم دنړۍ دزيات نفوس لرونکو هېوادونو له جملې څخه دی ، چې په لاتين امريکا کې تر ټولو نورو هغو زيات نفوس لري ، دا په داسې حال کې ده چې د برازيل هېواد زياتره کسان په سوېلي سيمو کې اوسېږي او په سوېلي سيمو کې بيا په هغو ځايونو کې ژوند کوي ، چې بحر ته نژدې موقعيت لري .

(6) پاکستان : پاکستان هم د نړۍ هغه هېواد دی ، چې زيات نفوس لري ، خو دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي هېواد 13٪ کسان تر پنځه ويشت کلنۍ په کم عمر کې خپل ژوند له لاسه ورکوي ، دا په داسې حال کې ه چې اقتصادي وضعې د نوموړي هېواد زياتره ځوان نسل دې ته مجبور کړی دی ، تر څو په خپل دغه کم سن کې هم ځان ته کار پيدا کړي ، په داسې حال کې چې په نوموړي هېواد کې کوچنيان د ښاري سيمو سره په پرتله اته چنده زيات په کليوالي سيمو کې کار کوي ، ديادولو وړ ده چې دپاکستان په کليوالي سيمو کې 74٪ کوچنيان په زراعتي سکټور کې په کار بوخت دي ، په داسې حال کې چې په ښاري سيمو کې زيات کارکوونکي کوچنيان په فابريکو کې په کارونو بوخت دي .

(7) بنګلا ديش : بنګلا ديش که له يوې خوا يو کو چنی هېواد دی ، خو د بلې خوا د نړۍ تر ټولو د زيات نفوس لرونکو هېوادونو په قطار کې راځي او اووم مقام لري ، دبنګلا ديش زياتره اوسېدونکي غريبان دي او تقريباً 89٪ خلک يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي ، دبنګلاديش مرکز د ډاکه ښار دی . بنګلاديش درې دريابونه لري چې ګانګس ، براهماپوترا او ميګنا نومېږي ، دا په داسې حال کې ده چې نوموړی هېواد په سوېلي آسيا کې تر ټولو اړ بلل کېږي ، همدا راز په بنګلاديش کې د  نړۍ درېيمه درجه غريب خلک تر چين او هند وروسته ، اوسېږي ، د يادولو وړ ده چې بنګلاديش هېواد نفوس تقريباً 162،221،000 ټاکل شوی دی .

(8) نايجريا : نايجريا هېواد چې دافريقا په لوېديځ کې موقعيت لري ، دنړۍ تر ټولو دزيات نفوس لرونکو هېوادونو په قطار کې راځي او اتم مقام لري . په نايجريا کې دخلکو زيات نفوس په هېوادکې دصحت په وړاندې يوستر ګواښ بلل کېږي ، دا په داسې حال کې ده چې په نايجريا هېوادکې اکثره کسان دايډزدمرض څخه کړېږي او دنړۍ 8٪ دايډز ويروس هم نوموړي هېواد کې شتون لري ، البته دنايجريا نفوس 154،729،000 بلل شوی دی .

محمد ظاهر جان حق پرست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x