افغانستان

پکتیکا: د مټاخان ولسوالۍ د اربکیانو مشهور قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۷مه ۱۳۹۴ل): د پکتیکا څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې ددغه ولایت د مټاخان ولسوالۍ د اربکیانو مشهور قومندان موسی خان اندړ بېګا شپه په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو.

د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحمیزي د مټاخان د اربکیانو د قومندان وژنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې پېښه تېره شپه ناوخته د مټاخان ولسوالۍ اړوند د فقیر کلا په سیمه کې رامنځته شوې.

عبدالرحیمزي له قوله ماین طالبانو لخوا خښ شوی و، چې د مټاخان ولسوالۍ د اربکیانو قومندان موسی خان اندړ موټر پرې وربرابر شو.

امنیه قومندان ویلي چې قومندان موسی خان په دغه چاودنه کې وژل شوی او یو ساتونکی اربکی یې ټپي شوی دی.

هغه ادعا کړې چې تر برید وروسته اربکیانو په سیمه کې عملیات کړي او یو طالب یې وژلی دی.

طالبانو د مټاخان د امنیه قومندان د وژنې په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې چې پرون د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې طالبانو د امین قرايي په نوم د اربکیانو یو مشهور قومندان ووژلو او پوسته يې ونیوله.

څو ورځې وړاندې د پکتیکا د اربکیانو قومندان عزیز الله کاروان چې د بشري حقونو په نقض هم تورن دی، په یوې بمي چاودنه کې ټپي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزیز

الحمدلله الحمدلله ثمه الحمدلله ( ومارمیت اذارمیت ولاکن الله رما )

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x