نړۍ

سلمان العوده: ایران په خپلو موقتي بریاوو مغرور دی

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۷مه ۱۳۹۴ل): د مسلمانو علماوو د نړیوال اتحاد مرستیال مشر او وتلی سعودي عالم دکتور سلمان العوده وايي چې ایران په شیعه لږکیو لوبې كوي او دا کار یې که څه هم د ایران په نفع دی خو د شیعه مذهب په تاوان تمامیږي.

نوموړی وايي چې ایران په لوی لاس شیعه مذهب له خطر سره مخامخ کوي، ځکه چې ایران یو «دولت» دی او هر وخت دا امکان شته چې له زوال سره مخامخ شي، خو شیعه مذهب به د ایران د دولت په نشتون کې هم پاتې وي او په هغه صورت کې به پرې سنیانو خپل اعتماد بایللی وي او د سیمې او نړۍ ټول سنیان به یې په مخالفت کې ولاړ وي.

دکتور سلمان العودة له الجزیرې تلویزون سره په خبرو کې څرګنده کړه چې شیعه ګان په اسلامي نړۍ کې اقلیت تشکیلوی او د تاریخ په اوږدو کې د سنیانو تر حمایت لاندې اوسیدلي دي، خو نوموړی زیاتوي چې اوس داسې حالت راغلی چې هماغو لږکيو شیعه ګانو د مظلومیت تر دروغژن شعار لاندې سرکشۍ ته ملا تړلې او په سنیانو د واکمنۍ هڅې کوي.

ښاغلي العوده په سیمه کې د ایران منفي لاسوهنو ته په اشارې وویل چې عراقي رژیم د ایران په مرسته راوپرځول شو، د افغانستان او سوریې د نظامونو په راپرځولو کې د ایران لاس وه، او د ایران د مرستو او ملاتړ له کبله په دغو هیوادونو کې میلیونونه خلک بې کوره شول او په لکهاوو ښځې او ماشومان ووژل شول.

نوموړی زیاتوي چې سربېره پر دې، ایران د یمن د یووالي او ثبات د له مینځه وړلو کوښښونه کوي، او په وینا یې ایران ځکه په داسې ګامونو لاس پوري کړی چې خپلو لنډمهالو بریاوو ته ډیر مغرور دی.

دکتور سلمان العوده وايي چې په هر اسلامي هیواد کې شیعه اقلیتونه موجود دي چې له پیړیو راهیسې یې پرته له مخالفتونو د سنیانو ترڅنګ آرام ژوند کړی، خو کله چې دغه اقلیتونه د قدرت، سلطې او واکمنۍ په کوښښونو لاس پوري کوي، باید پولې او حدود ورته وټاکل شي.

ښاغلی العوده زیاتوي چې ایران بشپړ شیعه هیواد نه دی او فارسي توکمه وګړي یې تر ۳۰٪ څخه نه زیاتیږي، د نوموړي په وینا ایران پخپله د اقلیتونو هیواد دی او د پاشلتیا امکان یې موجود دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې حوثیان په یمن کې د خلیجي هیوادونو وسلواله مداخله د امریکا او اسرائیلو خدمت بولي، ښاغلي العوده وویل چې اوس خلک په دې خبرو نه غولیږي، ولسونه پوهیږي چې دا هر څه چل، فریب، دوکه او د حقایقو مسخ کول دي. نوموړي د ایران او امریکا پټو اړیکو ته په اشارې وویل چې ولسونو هغه حقایق درک کړي چې دوی ظاهرا امریکایانو ته کنځل کوي خو بیا ورسره [په اتومي موضوع] هر ډول خبرو او مذاکراتو ته ناست وي.

ښاغلی العوده وايي:
«په تېرو انقلابونو کې مونږ ولیدل چې له استکباري ځواکونو سره د جګړې او د مظلومانو د ملاتړ خبرې ډیرې کیدلې، خو وروسته حالاتو جوته کړه چې دغه خبرې تشې نعرې او شعارونه وه».

دکتور سلمان العوده عراقي شیعه ګانو ته په اشارې وویل، هغه څوک چې د «مرګ په امریکا» شعارونه ورکوي همدوی له امریکا سره نږدې اړیکي لري او دا همغه څوک دي چې عراق ته په امریکايي ټانګونو سپاره ننوتلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران خبرې او ناسته پاسته د ایران پخوانۍ ادعاوې تکذیبوي او له ټولو حقایقو پرده اوچتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

سلمان العوده بالکل رښتیا وایی شیعه ګانو د تاریخ په اوږدو کی د سنیانو په حق کی نمک حرامی او خیانت کړی دی او همیشه د سنی حکومتونو په راپرځولو او د سنیانو په ځپلو کی له ظالمانو او جابرانو سره مرسته کړی د مختار عبید ثقفی له خیانته او له مغولو سره د عبا سیانو دخلافت په راپرځولو کی دعلقمه شیعی او نورو شیعه علماو همکاری او له عباسیانو سره دهغوی د خیانت او نمک حرامی را ونیسه تر ننه پوری دا سلسله دوام لری شیعه ګان د سنیانو په مینځ کی د میکروب حیثیت لری چی همیشه د… نور لوستل »

انصار

بعغی فتاواوی وایی چه شیعه د کایناتو بدترین کافر دی ( امین الفتاوای اول جلد) والله اعلم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x