نادري ناولده

په مغرب کی له تیرو څلورو کلنو راهیسي له ۴۰۰۰ څخه زیات میړونه خپلو ښځوډبولی دي

(نن ټکی اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۳) په دی اخیرو کی دمغرب هیواد دبشرپالني دټولنی له لوري یو خبرخپور شوی وو چی دغه هیواد کی له تیرو څلورو کلنو راپدي خوا له ۴۰۰۰  څخه زیات میړونه دخپلو میرمنو له لوري وهل شوی اوډبول شوی دی.

راپور وړاندی کاږی چي له دغو ډبول شویو میړونو څخه ۲۰٪ په سلوکی دمالي مشکلاتو له کبله دخپلومیرمنو له لوري وهل شوی دي.

 

په دغه هیواد کی دنارینوو حقوق پالني په نامه سره ټولنه وایی چی دغه هیواد کي دخپلو میرمنو له لوري دمیړنو وهل اوډبول یواځي په هغوکورنیو پوری نه دی تړلي چی له مالي مشکلاتو سره مخ وي، بلکه په ډیرو داسي کورنیو کی هم دارنګه پیښي رامنځ ته کیږي، چي ښه ژوند لري او همدارنګه ډيرو هغو کورنيو کی هم داسي پیښي ثبت شوی دی چی ښه پوهنه لری او دپوهي کچه یی لوړه وي.

ټولنه وړاندی لیکی یواځي مالي مشکلات نه دی چی ښځي دی ته هڅه وی چی خپل میړونه وډبوي بلکه کله کله دمیړه له لوري له میرني سره دکوروالي په سرهم میړه دمیرمني له لوري له وهلو اوډبو لو سره مخ کیږي.

خبرکی راغلي چی میرمني اکثره خپلو میړنو باندی دپخلنځی دلوازمو په واسطه بریدکوي، کله یی میړه په چاقو وهلي، کله یی قاچوغه استعمال کړي،خوکله کله بیا پرنوموړی باندی دګلاس، ګلدان او جګ په مرسته برید ترسره کوي، چی دغه ټولي داسي الي دي چي واری یی دهمیشه لپاره دوهل شوی کس په جسد باندي نښان پریږدي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x