افغانستانملټي میډیا

«بکوا فتح»؛ د طالبانو نوی فلم نندارې ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۷مه ۱۳۹۴ل): طالبانو دوه ورځې وړاندې د «بکوا فتح» په نوم یو نوی فلم په انترنیتي صفحو نشر کړی دی.

د طالبانو پخوانیو فلمونو ته په نظر دا فلم ډیر بې ساری دی.

د الاماره سټوډیو په دغه ۱۶ دقیقو او ۵ ثانیو لنډ فلم کې طالبانو هغه صحنې ښودلي چې د بکوا ولسوالۍ يې نیولي وي او سلګونه وسله‌وال د بهرنیو ځواکونو نظامي اډې او د بکوا ولسوالۍ مرکز ته ننوځي.

د طالبانو په دغه فلم کې دوی خپل نظامي زور ښودلو لپاره هم ځېنې صحنې وړاندې کړي دي. مخې یو ډاټسن موټر روان وي، ستر سپين بیرغ پرې نصب وي او شاته تر ۲۰ پورته سپين سراچه او کرولا موټر د موټرسایکلونو سره یو ځای منظم په قطار روان وي، ولسوالۍ او بهرنیو ځواکونو نظامي اډې ته ننوځي.

که څه هم دغه صحنې په مسلکي ډول نه دي عکاسي شوي خو له رواني پلوه بیا هم ډيره اغېزمنه وي.

په فلم کې ټول نظامي اډه او هغه ځایونه هم ښودل کیږي چې په جګړه کې اور سوځولي دی.

طالبانو د فلم په پیل کې په یوې لنډه مقدمه کې ویلي چې د بکوا ولسوالۍ او ورسره د بهرنیانو ستر نظامي اډه يې د روان کال د فرورۍ د میاشتې په ۱۸مه نیولي.

دغه لنډ فلم د طالبانو د یوه مشر په وینا ختمیږي.

د طالبانو دغه مشر په خپله وینا کې د بکوا ولسوالۍ فتحه د «لوی الله فضل» او د «مجاهدینو همت» بولي.

هغه په خپلو خبرو کې د بکوا ولسوالۍ د فراه ولایت تر ټولو مهمه ولسوالي ګڼي.

نوموړي په خپلو ملګرو غږ کوي چې د ولس، یتیمانو او کونډو رنډو خیال وساتي او هېڅوک ازار نه کړي.

طالب مشر زیاتوي چې بکوا ولسوالۍ کې اوس هېڅ حکومت واک نه لري، امن ټول د «مجاهدینو په لاس کې دی» او دوی دې د شریعت او قران پرته بل هېڅ څه نه عملي کوي.

دی په خپلو ملګرو غږ کوي چې که مو قران عملي کړ، د فراه ولایت به «الله ورنصیب کړي» او نورې «فتحې به هم الله ورکړي».

د کارپوهانو په اند د طالبانو وروستیو فلمونو ته په کتلو سره د طالبانو وروستی فلم د خپل نوعیت ډير بې ساری فلم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

یاره ژوندي دي وي داسلامي امارت مجاهدین ډېر ماشاء الله ، په رښتیا ډېرپه زړه پوري ویډیو ده ، ژوندي اوبریالي دي وي اوپه ګوتو اوقلمونو اوفلمونو دي برکت وي

نصیب ځدراڼ

خوند فلم ده..الله دی د امارت مجاهدو ته نور هم بری ورنصیب کړی

Javid Ullah

ژوند ژوند طالبانو

Javid Ullah

زه سنګه کولی شم چي دا ويډيو ټولوټ کم يعني موبايل ته يي خکته کم

الحاج استاذ بیانزی

دا امارت د الله ج رحمت او نصرت دی ، سره د دی چه له دوی لیری او عمر یو څه زیات دی یعنی د دوی په شان د قربانیو له ډګره لیری یم ځان ډیر کم ګڼم او الله ج ته دعا ګانی چه دوی ته می نزدی او د دوی په شان جهادی ثبات ، وړتیا او پیاوړتیا راکړی دا چه وړتیا او پیاوړتیا اوس نه لرم ، په دی هم خوشاله یم هغه زړه نه لرم چه له دوی کرکه او د الله ج د دشمنانو سره مینه ولرم برخلاف د الله ج د دشمنانو ( داخلی… نور لوستل »

جميل

محترم بيانزی صاحب؛اسلام عليکم ورحمته الله،
د شورويانو په وخت کي،د انګريزانوپه وخت کي، د احمدشاه بابا په وخت کي، د سلطان محمود په وخت کي او همدارنګه دافغانستان څه چي د ټولې نړۍ تاريخ ته که وګورو وروسته له اصحابو کرامو نور داسي پر الله(ج) او پر دين مين غيرتي او منظم مجاهدين لکه طالبان نه تر سترګو کيږي.
رب العالمين د زړو مالک دئ ستاسو پاک نيت هرومرو ثمر راوړي انشآلله

حاجی اتانچی

مبصر صاحب ،تبصره د خپل حق دی ،خو مبالغه کول ګناه لری،رسول الله (ص)وییلی دی چه ،هغه به بهترین امیر او بهترین لښکر به یی وی چه څوک قسطنطنیه (استانبول)فتح کړی،،قسطنطیه عثمانی سلطان محمد فتح کړه ،نو د رسول الله (ص)وینا سره سم عثمانی لښکر په بهترینو کی راغلی دی،لږ صبر وکړه تاریخ به خپله د طالیبانو د ښه والی او بد والی فیصله وکړی،تاریخ نه ته لیکی او نه زه،ډیر شیان شته چه د ستا او زما له ستر ګو پټ دی،په وخت سره به هر څه را ووځی،مسله ډیره پیچلی ده،زموږ سرونه نه په خلاصیږی.زه یو اتانچی یم… نور لوستل »

جميل

اتڼچي ؛ که څه هم چي نه مي غوښتل چي جدال او مباحثه درسره وکړم . دعثماني خلافت په وخت کي د هغوی نظام شرعي نه و يعني حدود نه پکی پلي کيدل. ټوله هسپانيه او پرتګال د عثمانيانو نه مخکي فتح شويوه مسلمانان فرانسی ته هم داخله شويوه،خو د همدغو عثماني عياشو له بي غورۍ نه د هسپانيي او شاوخوا مسلمانان ټوله يا قتل شول يا فراري شول او ياهم کافر شول.که دا د عثمانيانو دهغه وخت زور د طالبانو سره وای دهسپانيي مسلمانانوته به هيڅ تکليف هم نوای پيښ وی او فرانسه او نور به هم اوس مسلمان… نور لوستل »

حاجی اتانچی

المبصر جمیل صاحب.تبصره د خپل حق دی،خو په تاریخی تبصرو کی که چیری په پخوانی ،امیرانو ،خلیفه ګانو ،مجاهدینو ،شهیدانو باندی تبصری کوی نو لومړی د هر څه کره ،پخه ،موثقه تبصره لیکه،، عثمانیانو ته خلافت په میراث نه وه پاتی شوی،عثمانیان هسپانیه ،فرانسه ،پرتګال نه نه راسیدلی بلکه هلته امویان (عرب)مسلط وه،امویانو د خپل منځنی اختلاف له وجه هسپانیه له لاسه ورکړه،په یوازی یوه هسپانیه کی شپږویشت امیران وه،د اختلاف وج یی همدا وه چه د امیر زوی غوښتل چه له یوې هسپانیویځ عیسوی ښځه سره نکاح وکړی،خو د امیر مخالفت سره مخامخ شو تر څو خبره جنګ ته… نور لوستل »

لونګ

ملا ترابی به خلک په درو وهل کله چه به یی یو عکس ورسره ګیر کړ. وایی د هندو له کوره قران راووت.

Karwan

ډير ښه ئي کول البته د لونګ په ځير #### انسانان به ئي په دورو وهلي وي. لعنت د خداي د په تاسي دالري تبليغاتچيانو وي. کاروان

عبدالمالک همت

کاروان صاحب ولي دې لوی سياسي مبصر ته داسي خبري کوې؟! زه خو وايم چي نن ټکي آسيا دي لونګ صاحب د خپلي پاڼي رسمي مبصر وټاکي.
له بله پلوه دا سړی د طالبانو د وختو ډېري ښې خاطرې لري. وګورئ دغه يې هم د خپلو سترګو ليدلی حال دی او دلته يې په څومره امانت دارۍ سره بيان کړې ده.
څنګه چي د دغسي رښتيانيو خاطرو خپرول ډېر ګټور تماميږی، نو نن ټکي دي د دغه سياسي شنونکي دغسي ټولي تاريخي خاطرې په خپله پاڼه کي خپرې کړي؟!

جميل

همت صيب؛
دلونګ په دواړو تعريفو کي دی سواليه او ندائيه استعمال کړی ،دادی په د ريشخند وهلی او که تاته واقعاََ همداسي ښه ښکاري ؟
مرغان هغه سره الوزی چي بڼه ئي سره ورته وي.
دا لونګ چي تاسوته ډير ستر ايسی، مهربانی وکړی دهغه يوه تبصره پيدا کړی چي هغه دي د اسلام په خيروي،خو برعکس د کاروان صاحب په تبصرو کي خيرونه نغښتي دي.
په مسلمان کي تجسس کول او عيب لټول ښه کار ندئ.

عبدالمالک همت

جميل صاحب دغه دوه علايم تنقيط(ليک نخښي)، يعني سواليه او ندائيه يو ځای ليکل خاصه معنی ورکوي. لونګ پر ترابي صاحب باندي هيڅ درواغ نه دي ويلي؟!

الحاج استاذ بیانزی

طالبان له ملایکو هم د مخه ( اشرف المخلوقات ) دی چه ملایکی یی په سجده کولو مجبوره شوی هغه د انسانانو د خلافت وړتیا اوپیاوړتیا وه مګر انسانان د اشرف المخلوقات او اسفل سافلین تر منځ ویشل شوی او بیا هر اړخ یی درجی لری : څومره چه یی د حرص کچه زیاتوالی کوی هغه انسانان د انسانیت له مداره د شیطانت مدار ( اسفل سافلین ) ته اوړی د دغه ډول رنګونه د انسانانو مګر زړوه او مغزونه یی د شیطانانو وی د دغه ډول انسانی شیطانانو تر ټولو لوی شیطان ((( دجال ))) دی . د کابل… نور لوستل »

جميل

من نه همت صاحب،
که ئي راته روښانه کړې مهربانې به مو وي چي مونږ هم په پوه شو چي لونګ امين دئ:
کله چي به ئي يو (عکس) ورسره ګير کړ، واېې د هندو له کوره (قران) راووت ؟

غلام حضرت

سلام علیکم. ګوره وروره دوه وړونه دریم ئې حساب. تر پېغمبرانو وروسته محبوب موجود همهغه ” عقل ” دی.عاقل د خدای دوست وی ځکه هر هغه څه چه عقل ئې تائیدوی هغه څه د مُلایانو خبره کتاب هم هغه تائیدوی.هره لویه ګناه او هر لوی ثواب او صواب د عقل د صافی تر تائید وروسته د اعتبار وړ دی. اصلی خبره: که دا ومنو چه ناټو او طالبان یو د بل سخت دښمنان دی نو د ناټو دې دومره سترو امنیتی او تکتولوژیکی پرمختګ ته په کتو سره څنګه امکان لری چه په یوه پراخه او آزاده فضاء کی د… نور لوستل »

غوربندي

غلام حضرت صاحب ستاسو پوښتنه کټ مټ زما سره هم شته. د تاریخ په اوږدو کې د اشغال په وړاندې مقاومت ټولو افغانانو ته شامل دی، په بل عبارت عام وولس د اشغال په وړاندې ایستادګي کړې ده. دا چې د امریکایي اشغال په وړاندې مقاومت کوونکي ولې د “طالبانو” په نوم یادیژي، په دې کې د اشغالګرو طلسم دی چې په دې سره یې د نړی کم عقلو ولسونو ته وښودله چې ګواکي دوی د یوې ډلې خلکو په تعقیب او محوه کولو پسې افغانستان ته راغلي او ټول یې ورسره حشر/ملګري کړل. په همدې توګه یې د کور… نور لوستل »

جميل

فقط که دا ومنلای شی چي الله(ج) تر ټو زورور په تر ټولو کمزوره وهي، په تاريخ کي دا اول ځل ندئ.

Back to top button
19
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx