نړۍ

خيبرپښتونخوا: نوښار کې نا څرګندو وسله والو ديني عالم مولانا امير حمزه وواژه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۸مه ۱۳۹۴ل):د خيبرپښتونخوا ايالت نوښار ولسوالۍ ستر ديني عالم او مبلغ مولانا امير حمزه د ناڅرګندو وسله له خوا ووژل شو.

د نوښار پوليس وايي، چې مولانا امير حمزه خپل جومات ا ومدرسه «تقوا مسجد» کې د ماښام لمونځ ورکړ او له هغې وروسته په موټر کې خپل کور ته پر لاره و، چې نا معلومو وسله والو پرې ډزې وکړې او نوموړی يې ځای پر ځای شهيد کړ.

د پوليسو په وينا وسله وال بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د مولانا امير حمزه جسد د نوښار ولسوالۍ دولتي روغتون ته وړل شوی دی.

مولانا امير حمزه هېڅ سياسي ګوند سره اړيکې نه درلودې، د سيمې په کچه يو ستر ديني عالم او مبلغ و، د نوښار بازار کې يې خپله مدرسه او جومات و او ټول عمر يې د ديني علومو او اسلامي دعوت په خپرولو کې تېر شوی و.

د مولانا زوی قاري محمد بلال رسنيو ته وويل، چې دوی له هېچا سره دښمني نه درلوده او پلار يې د هغو اسلام دښمنه کړيو له لوري وژل شوی، چې له اوږدې مودې راهيسې حق پلوي علما وژني.

د خيبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان زرګونو ديني علماوو د مولانا امير حمزه وژنه ترهګريز عمل بللی او له حکومته يې غوښتي، چې د مولانا قاتلين ژر تر ژره ونيسي.

د خيبرپښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک امنيتي ځواکونو ته امر کړی، چې د مولانا امير حمزه قاتلين ژر تر ژره ونيسي او د پېښې په اړه جدي پلټنې پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x