ورزش

د فوټبال ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): د فوټبال ملي لوبډلې د لومړۍ ځل لپاره د نوی روزونکی اسلاون اسکلیزیچ تر څارنې لاندې خپل تمرین پیل کړ.

د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی د راتلونکی دوستانه لوبې لپاره چې د قرغزستان هیواد په وړاندې ترسره کیږي تیاری نیسي او د همدې موخې لپاره په ورځنۍ ډول تمرین کوي.

د قرغزستان په وړاندې دوستانه لوبې لپاره نوي لوبغاړي چې ځینې يي په نورو هیوادونو کې میشت افغانان دي معرفي شوي او له اروپایي هیوادونو څخه هم لوبغاړي دعوت شوي.

د قرغزستان په وړاندې لوبې لپاره د ۲۵ لوبغاړو نومونه اعلان شوي. دغه لوبه به د مارچ میاشتې په ۳۱مه د بیشکک په ښار کې ترسره شي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي عبارت دي له:

۱- حمیدالله یوسفزی
۲- فردین کوهستانی
۳- امان الله طوفان
۴- اسلام الدین امیری
۵- جلال الدین شریعتیار
۶- مجتبی فیض
۷- فرزاد عطایی
۸- مصطفی حدید
۹- اباسین علی خیل
۱۰- حسن امین
۱۱- فیصل شایسته
۱۲- رفیع بارکزی
۱۳- ارش هاتفی
۱۴- مصطفی ازادزوی
۱۵- سباوون قیام
۱۶- انوش دستګیر
۱۷- میلاد انتظار
۱۸- مصطفی ځاځی
۱۹- امرالدین شریفی
۲۰- حشمت الله بارکزی
۲۱- بلال ارزو
۲۲- عصمت الله شینواری
۲۳- طاهر کنشکا
۲۴- ضمیر داوودی
۲۵- سنجر احمدی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx