ټکنالوژي

فیسبوک نړۍ ته د وړیا انټرنیټ رسولو پروسه ګړندی کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): فیسبوک یو له هغو کمپنیو څخه دی چې غواړي نړۍ ته وړیا انټرنیټ وړاندې کړي چې د همدې موخې لپاره يي ځینې بې پیلوټه الوتکې هم جوړې کړي.

له دې وړاندې فیسبوک د ازموینې په موخه کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې فضا ته خوشې کړې وې ترڅو نړۍ ته وړیا انټرنیټ وړاندې کړي خو دغه کمپنۍ اوس غواړي له لویو بې پیلوټه الوتکو څخه استفاده وکړي.

دغه نوي الوتکې له لمر څخه چارجیږي او ځمکې ته د ښکته کیدو اړتیا نه لری. دغه الوتکې کولی شي نړۍ ته وړیا انټرنیټ وړاندې کړي.

د دغې الوتکې وزرونه د بوینګ ۷۴۷ په شان جوړښت لري چې ډیر لږ وزن لري او په اسانۍ سره کولی شي فضا ته والوزي.

فیسبوک خپل دغه بې پیلوټه الوتکه اکویلا (Aquila) نومولی او غواړي چې د دې الوتکې په مرسته د نړۍ هغو برخو ته چې تر دې مهاله انټرنیټ نه لري د انټرنیټ خدمتونه وړاندې کړي.

د یوې څيړنې پر بنسټ اوسمهال په نړۍ که له ۱.۱ څخه تر ۲.۸ میلیارده کسان د انټرنیټ اسانتیا نه لري.

د فیسبوک کمپنۍ انجینري څانګې معاون رسنیو ته وویل: مونږ غواړو د ازموینې په موخه لومړۍ الوتنه تجربه کړو. دغه تجربه به د همدې کال په اوړي کې ترسره شي.

فیسبوک په نړۍ کې یوازینی کمپنۍ نه دی چې غواړي نړۍ ته وړیا انټرنیټ وړاندې کړي بلکه د ګوګل کمپنۍ هم غواړي د نړۍ ګوټ ګوټ ته وړیا انټرنیټ ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x