افغانستان

د پکتیکا والي وايي چې ان د موټر د تېلو «پیسې» نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له پیله څو میاشتې وروسته د پکتیکا پخوانی والي محب الله صمیم ګوښه او پر ځای یې انجینیر عبدالکریم متین وټاکل شو.

نوموړي تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو له استازو او یو شمېر قومي مخورو سره ناسته کې وویل چې په پکتیکا کې د نوي کال له پیل سره هیڅ دولتي بودیجه نه لري.

انجینر عبدالکریم متین په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو پر استازیو غږ وکړ چې «که په پکتیکا کې د کار تمه لرئ، نو باید یو ځای تر جمهوري ریاسته راسره لاړشئ او ولسمشر ته خپله ستونزه ووایاست.»

سره له دې چې نوی لمریز کال پیل شوی او د ولسي جرګې له لوري په ژمي کې طرحه شوې بودیجه تصویب شوه، خو بیا هم د پکتیکا والي وايي چې په دې ولایت کې «ان د موټر د تېلو لپاره پیسې نه لرو.»

انجینر عبدالکریم متین د تېر لمریز کال په وروستیو کې د پکتیکا د والي په توګه وټاکل وشو، چې د پکتیکا د خلکو په قول تر پکتیکا په پلازمېنه کابل کې ډېر پاتې کېږي.

یو قومي مخور په پکتیکا کې د نن ټکي اسیا ځايي خبریال ته وویل چې د پکتیکا نوی والي «تر ښرنې په کابل کې ډېر اوسي»، د دوی په خبره د ولایت هره ناسته او ټولې چارې د مرستیال والي تر لاس لاندې دي. یاد قومي مخور زیاتوي چې په راډیوګانو کې یې څو ځلې د انجینر عبدالکریم متین نوم اورېدلی، نور نو ډېرو دولتي خبرونو کې د مرستیال والي نوم تکرارېږي.

سره له دې چې پکتیکا اوسېدونکو له نوي والي نه د ولایتي ادارې د فساد ورکولو تمې درلودې، خو انجینر عبدالکریم متین تر اوسه پخپله اداره کې کوم بدلون نه دی راوستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x