افغانستان

کابل: د پوهنتون دریم او څلورم کال محصلینو ته لیلیه نه ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د نوي تعلیمي له کال له پیل سره جوخت د پلازمېنې کابل محصلین شکایت کوي، چې د دې پوهنتون ادارې د دې کال له پیل سره اعلان کړی چې له لومړي او دویم کال پرته دریم او څلورم کال محصلینو ته لیلیه نه ورکول کېږي.

د پوهنتون ادارې د تعلیمي کال تر پیل وړاندې د پوهنتون پر دېوالونو اعلانونه ځړولي او د دریم او څلورم کال پر محصلینو يې غږ کړی چې د لیلیې په برخه کې دې د ادارې مزاحمت نه کوي.

د پوهنتون محصلین وايي چې دوی پر دې خبر نه دي، چې دا پرېکړه د پوهنتون د ادارې خپله پرېکړه ده او که د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته امر شوی دی، دوی وايي چې که دا د پوهنتون خپله پرېکړه وي او که د لوړو زده کړو وزارت په همغږي وي، خو د دریم او څلورم کال محصلینو په حق کې زیاتی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دريم کال محصل عبیدالله وايي چې نوموړی له خوسته راغلی او بې له دې چې د پوهنتون له نوي اعلانه خبر شي، له دومره پیسو سره نه دی راغلی چې په ښار کې پرې اطاق ونیسي، د دوی په خبره «دا د فساد یو بل پیل دی، ځکه محصلینو ته به اوس بدل اعاشه ورکوي، چې د هغو پیسو را ایستل، بیا تر محصلینو رسول، بس د ټولې ادارې پکې مزې دي.»

تر دې وړاندې په ۱۳۹۲ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون ادارې هم د دې پوهنتون د دویم، دریم او څلورم ټولګي محصلین ټول له لیلیې وشړل او د بدل اعاشې ورکولو اعلان يې وکړ. د محصلینو په وینا د پوهنتون ادارې په دې پوهنتون کې د زیاتو لاریونونو له وېرې دا کار کړی دی.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي څانګې د څلورم کال محصل روح الله هم ورته خبره کوي هغه وايي چې په هېواد او په تېره بیا کابل کې روانو حالاتو ته په کتو ښايي د کابل پوهنتون ادارې هم د لاریونونو او غونډو د مخنیوي په تمه دا پرېکړه کړې وي، خو په خبره يې محصلین يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

روح الله وايي داسې محصلین هم پېژني چې له لیلیې پرته ښايي پوهنتون په همدې ټولګیو کې پرېږدي، ځکه چې د پوهنتون بدل اعاشه هغومره باوري نه ده چې میاشت پر میاشت دې منظمه پر محصلینو ووېشل شي، مګر په ورته حال کې په ښار کې لګښتونه او د اطاق کرايې منظم لګښت غواړي.

د کابل پوهنتون ډېری وخت د سیاسي خنډونو او ځینو نورو ستونزو له امله په تېرو نږدې دریو کلونو کې منظم درس نه درلود، تېر کال هم ناندریزو ټاکنو او د شپې پوهنتون استادانو ته د معاش نه ورکړې د دې پوهنتون درسونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړل.

اوس بیا هم محصلین ویره لري چې ښايي یو سیمستر يې په همدې ناندریو او په ښار کې د اطاقونو او لګښتونو په برابرولو کې تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x