د امت لويان

داسې مشران غواړو

johar_dadeefپه يوه بريښنا پاڼه کې مې د چيچنيا د يو پخواني جمهور رئيس جنرال جوهر دوداييف په اړه يوه قصه ولوستله ، داسې قصه چې  خپل اميران او مشران يې راپه زړه کړل ، د خپلو ملتونو او خپلو اولادونو سره يې د هغوى چال چلند راته مخې ته ودراوه او په خپل ځان افسوس راغې.

دغه قصه د چيچنيا د دريم جمهور رئيس اصلان مسخدوف له خولې روايت شوې چې وايي :

(د نولس سوه او څلور نويم ميلادي کال د نومبر د مياشتې په درويشتمه نيټه د چيچنيا په پلازمينه ګروزني کې

د جمهوري رياست په مقر کې د جمهور رئيس جوهر دوداييف سره ناست ؤ ، پدې اړه خبرې روانې وې چې روسانو د چيچنيا په لور فوځي حرکت پيل کړى او د لسګونو ټانګونو په مرسته يې زرګونه روسي عسکر  د ګروزنې په لور مارش کړي دي.

دوداييف د خپلو فوځي قوماندانانو سره غونډه درلوده ويې ويل چې (اوس د روسيې سره د مخالفت تر چتر لاندې جګړه پيل شوه).

خو مخکې تر دې چې د جګړې په اړه په نورو خبرو کې ننوځي د تليفون غوږي ته يې لاس کړ او  خپل مشر ځوى (افلور) ته يې زنګ وواهه څوک چې هغه مهال د يو کال راهيسې د المان د بون په ښار کې په يو پوهنتون کې د بريښنا د انجينيرۍ په زده کړو بوخت ؤ.

دوداييف خپل ځوى ته په عسکري لهجه يواځې همدومره وويل:

(د چيچنيا او روسيې جګړه پيل شوې ده ، خپلې زده کړې  په سمدستي توګه پريږده او د چيچنيا په ځواکونو کې د خپلو انقلابي وروڼو سره يو ځاى شه ، ته د هغوى څخه غوره نه يې او دغه جګړه پر مونږ ټولو فرض عين ده ).

هغه بې لدې چې نورې شخصي پوښتنې وکړي د تليفون غوږې يې کيښود او يو ځل بيا يې په فوځي چارو کې خبرې پيل کړې.

ځوى د خپل مبارز پلار امر ومانه او شپږ ورځې وروسته د چيچنيايي ځواکونو سره اوږه په اوږه په لمړي صف کې ولاړ ؤ ، هغه دې معاف نه کړ چې د جمهور رئيس مشر ځوى دى.

جګړه ونښته ، چيچنيايي مبارزين په خورا ميړانه د روسي ځواکونو سره وجنګيدل ، ګڼ شمير روسي عسکر ووژل شول او يو شمير نور ژوندي ونيول.

د نولس سوه او څلور نويم ميلادي کال د ديسمبر د مياشتې په يو ديرشمه نيټه يو ځل بيا روسي ځواکونو د ګروزني د نيولو په نيت د لسګونو ټانګونو او الوتکو په مرسته  بريد پيل کړ ، چيچنيايي ځوانان د هغوى په شاکولو وتوانيدل خو جګړې ډير زيات شهيدان تر شا پريښودل چې يو هم پکې د وخت د جمهور رئيس ځوى (افلور) ؤ ).

د جمهور رئيس ځوى هيواد ته د راستنيدو څخه يواځې يوه مياشت وروسته په شهادت رسيدلې ؤ ، ټول حيران وه چې پلار ته يې څوک او په څه ډول خبر ورکړي خو لدې کبله چې اصلان مسخدوف د فوځي ځواکونو مشر ؤ مجبور ؤ چې په خپله جمهور رئيس ته د هغه د ځوى د شهادت خبر ورسوي .

مسخدوف زياتوي:

(زه روان شوم ، لدې کبله چې نه مې غوښتل د جمهور رئيس دفتر ته ورسيږم يوه پښه مې مخکې کوله او بله مې وروسته کوله خو بالاخره ورسيدم ، جمهور رئيس ته مې عسکري سلام وکړ  او بيا مې ورته د خواخوږۍ او ډاډ سره داسې وويل :

ته مسلمان يې او دا جګړه ده ، زه راغلې يم څو تا “الرفيق الاعلى” ته ستا د ځوى (افلور) د تګ څخه خبر کړم.

بيا مې ځينې وغوښتل چې د خپل ځوى وروستى ديدار وکړي او د قبر لپاره ځاى غوره کړي خو د جمهور رئيس ځواب بل ډول ؤ ، هغه  جمهور رئيس چې د خپل ځوى د مرګ د خبر په اوريدو يې سترګو رپ قدرې هم ونه کړ او په خپل ځاى پاتې شو ، زما په غوښتنه او سوال غوصه شو او راته يې وويل :

دا څه وايې ، الله دې تاسې سم کړي ، د کوم ځوى خبرې کوئ ؟ ټول مجاهدين زما زامن دي …. په خپل ځاى کې يې خښ کړئ ، ماته هم د الله په دربار کې د شهادت سوال وکړئ څو د هغه سره په اخرت کې يو ځاى شم .

عسکري ليده کاته پاى ته ورسيدل او زه د جمهور رئيس د دفتر څخه راووتم).

د چيچنيا د جمهور رئيس د ځوى او د بيا د هغه د خپل شهادت قيصه خورا اوږده ده خو پر يو هيواد د يرغل پر مهال د خپل ځوى سره د  هيواد د جمهور رئيس دا ډول چلند د حيرانتيا وړ دى ، د يو مسلمان ، مبارز او مجاهد پلار لپاره همداسې پکار دي چې بايد ويې کړي ، هغه بايد د خپلې کورنۍ غړي د هيواد د نورو ميندو د بچيانو په څير حساب کړي او د دوداييف په توګه خپل ځوى ته د تعليم او زده کړې د درولو امر وکړي ځکه چې هيواد ته ګواښ مخامخ دى .

اسلامي تاريخ داسې ډيرې قصې لري ، د رسول الله صلي الله عيله وسلم  څخه رانيولې بيا د راشده خلافت ،اموي ، عباسي او عثماني خلافت پر مهال د وخت حکمرانانو خپل اولادونه د جګړې لمړيو کرښو ته استولي او اولادونو يې هم په خورا اخلاص د کفري طاقتونو پر ضد په جهاد او مبارزه کې پوره ونډه اخيستې ده خو راځئ چې د نن ورځې مشران وګورو ايا هغوى هم د خپلو اسلافو پر لار روان دي او کنه يواځې دعوې کوي؟

که د شورويانو پر ضد جهاد ؤ او که اوس د هيواد د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د مبارزې خبرې کيږي د دې ټولو خوځښتونو د مشرانو اولادونه يا خو په نورو هيوادونو کې په زده کړو بوخت دي ، يا سوداګريزى چارې پر مخ بيايي او يا د ارام ژوند تيروي .

له بلې خوا يو شمير ځوانان د خپلې ايماني دندې له کبله نه شي کولاى قلار کښيني ، سرونه په لاسونو کې ګرځوي او سرو اورونو ته دانګي ، همدوى دي چې د وخت د مشرانو د اولادونو سره خورا زيات توپير لري او همدوى د ملت اصلي بچيان دي ، دوى اتلان دي نه د دوى مشران .

الله تعالى دى مونږ ته هم داسې سپيڅلى او پاک زړى مشر راکړي چې ګرد ملت ته د پلار حيثيت ولري او د هيواد هر وګړى د خپل زړه د ټوټې په توګه وګڼي.

2012-01-02

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x