
تعلیمي کال د سریالونو د لوبغاړو په تصویرونو پوښلو کتابچو سره پیل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو نورو ښارونو کې تر دې وړاندې هم د دیني علماوو له لوري د ځينو خصوصي تلویزونونو له لارې د نږدې نیم بربنډو سریالونو پر ضد توند غبرګونونه ښوودل شوي دي، خو لا هم دغه سریالونه پرلپسې خپرېږي او ګڼ ليدونکي لري.
د کابل په ګڼو قرطاسیه پلورنځیو کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره هغه کتابچې د پلور لپاره ايښودل شوې دي، چې پر مخ يې له طلوع او لمر تلویزون څخه په دری او پښتو ژبو خپرېدونکو سریالونو «د لېوانو دره » او «فریحه» د مشهورو لوبغاړو تصویرونه ورکړل شوي دي.
د «فریحه» په نامه د سریال مرکزي لوبغاړي «عامر» او «فریحه» د یوې کتابچې په پوښ د یوبل په غېږو کې دي ورسره جوخت د لېوانو درې د مرکزي لوبغاړي «فولاد علمدار» او د هغه د ډلې تصویرونه هم له تومانچو او ماشینګڼو سره ښکاري.
قرطاسیه پلورونکي وايي چې دغه ډول کتابچې د ښوونځیو د نارینه زده کونکو په پرتله ښځينه زده کونکي ډېرې اخلي او د دوی بازار پرې ښه ګرم دی.
د کابل په تیمورشاهي کې یو تن قرطاسیه پلورونکی وايي چې د سریالونو د لوبغاړو په تصویرونو پوښلې کتابچې ځینې څلوېښت پاڼې لري او ځینې يې شپېته چې د څلوېښتو تر اتیا افغانیو قېمت لري.

د دوی په خبره له دې تصویرو پرته په همدې اندازه کتابچې تر دې پر ټیټ قیمت هم نه پلورل کېدلې، خو د سریالونو د لوبغاړو له تصویرونو سره يې ښه ګټه کړې ده.
سره له دې چې د کابل ښار په ګډون په ګڼو ښارونو کې پر جهادي تقریرونو او کتابونو بندیز لګیدلی، خو دغه کتابچې د دولت تر سترګو لاندې پلورل کېږي، چې په خواله رسنیو کې يې غبرګونونه راپارولي او دولت يې د دا ډول کتابچو د پلور پر نه بندیز ملامت ګڼلی.
د عصمت الله افضلي په نوم یو تن پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «دغه کتابچې باید د افغان دولت له خوا ژر بندې شي، ځکه چې د دغو کتابچو په پښتیو شته څېرې پردۍ دي او نقشه پرې د افغانستان رسمه شوې ده.»
نعمان دوست د دې کتابچې د پوښ له انځور سره لیکلي: «ماته خو هغه مطبعې والا او هغه هټیوال چې دغه شان کتابچې چاپوي او پلوري یې کرغیړن او پست انسانان ښکاري.»
د اکمل ظاهر په نوم یو بل تن وايي چې دا ډول پوښونه په تعلیمي برخه کې د ماشومانو پر ذهن بد تاثیر لري: «دا ډول کړنې زموږ پر کوچنیانو او زدکړه له ټوپک او کارتوسه ډېر بد اثر لري موږ هم دا کار غندوو حکومت یې باید مخه ونیسي او دې بدرنګې کړنې ته اجازه ورنه کړي.»
یاده دې وي پر دې کتابچو د هغو سریالونو د لوبغاړو تصویرونه ورکړل شوي، چې د موبي ګروپ پر مشرۍ د طلوع او لمر تلویزون څخه خپرېږي، چې څه موده وړاندې يې عمومي مشر سعد محسنی د ارمان اف ام راډیو له لارې د یو اعلان په وسیله قومونو ته د ښکنځلو کولو په خاطر بښنه وغوښته او دغه راډيو يې لس ورځې د جریمې په توګه وتړله.
له یوې خواټوپک اوبلې خواته نجلۍ په غېږ کي نېول
یاني یارانې ضرور باید وسي که څه هم په ټوپک باندي وي