د سعودي جیټ الوتکې له غورځېدو وروسته دوه پيلوټان ژغورل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴): د سعودي دفاع وزارت اعلان وکړ چې نن د دوی یوه جیټ الوتکه د عدن په خلیج کې وغورځېده.

دغه الوتکه چې نوعیت یې ایف ۱۵ ښودل شوی، د سعودي چارواکو په وینا د تخنیکي ستونزي له کبله غورځېدلی او دوه پیلوټان یې د غورځېدونکي کرسۍ په واسطه له الوتکې ځانونه په سمندر کې غورځېدلی و.

په دې اړه د سعودي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوه ساعته وروسته دغه دوه پیلوټان د امریکايي ځواکونو په مرسته سره وموندل شو او په سعودي کې یوه پوځي مرکز ته را وړل شول، چيري چې د هیواد دفاع وزیر د هغوی سره په ویډیويي تلیفون خبري وکړي.
او زیاته کړې چې په پیلوټانو هیڅ هم نه دي شوي، د بدني روغتیا تر څنګ يې معنویات یې هم لوړ دي.

بل خوا د امریکا دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افریقا په جیبوتي هیواد کې د دوی مېشتو عسکرو د هلیکوپتر په ذریعه باندي د سعودي دواړه پیلوټان وموندل او ورسره په سیمه کې د امریکا جنګي بیړیو هم مرسته وکړه.

سعودي د پریکنده تندر (عاصفة الحزم) په نامه په یمن کې د شیعه ملېشو حوثیانو په خلاف هوايي بریدونه پیل کړي، چې په یمن کې د حوثیانو نفوذ کم کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د