د امت لويان

((حداد نيكه)) د تاريخ فلسفه رڼه كړې

qudratullah_haddad_farhadسر لوړي ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد)) نه يوازې د شلمې پېړۍ سياسي او اقتصادي ډلې او كړۍ حيرانه كړې، بلكې په هېواد، سيمه او نړۍ كې يې د افغانانو پر ملي روح او فلسفي تفكر ټينگار هم څرگند كړاو ملي ارزښتونو ته يې د رڼښت، سپېڅلتيا او سمسورتيا مثلثي بڼه هم وربخښلې ده.

ليكوال د ملي پيدايښت او ملي تاريخ ليكوال تېر، حال او راتلونكى سره تړلي او هره پېښه يې د بلې پېښې د هېندارې په توگه لوستونكيو ته وړاندې كړې ده.

د دغه سترملي كار د زيارگالنې لپاره يې څه نا څه نيمه پېړۍ د ((افغان ځان))، (( افغان روح)) او ((ملي فلسفې)) د پېژندنې، ژغورنې او هڅونې بېلابېلې خواوې راټولې كړې، بلكې په دې اړه يې سياسي، اقتصادي او فرهنگي ناخوالې هم وزغملي، خو په ملي روحيه يې ملي فلسفه تانده او تنده را وسپارله.

حداد ((فرهاد)) د څرگندو سرچينو په ډاډ څرگنده كړې، چې:

په ملي تاريخ كې افغانان د دين، پت او خپلواكۍ ساتونكي شوي، په كابل، بابل او زابل كې يې اور، غنم  او راشه درشه ( قانون) د تاريخي بشر دوه يم انسان ته ورپېژندلي دي.

د ارواښاد ق.ح. فرهاد تاريخي څرگندونې روزنيزې، ښوونيزې او پوهنيزې ځانگړې ځانگړتياوې لري، چې له ښكېلاكي تاريخ پالو او تاريخوالو يې رابېلوي.

د افغان ملي تاريخ د اسلام  له منځي(محمدي(ص) شريعت) وړاندې او راوروسته د افغان لس امپراتورۍ يادوي، چې پېنځه ترې وړاندې او پېنځه ترې راوروسته واكمنې شوي او د دين، پت او خپلواكۍ ارزښتونه يې په زنځيري بڼه تاريخي كړي دي.

د ((افغان ځان)) احمد شاه بابا واك وځواك يې د اوسني افغان واك و ځواك نومولى، چې د چنگيزخان راليږدول شوي باروت اوس هم  پخپل واك و ځواك كاروي.

حداد په افغان ولس كې رټل شوې او منل شوې څېرې را په گوته كړي او له افغان ځان راوروسته شاه زمان ولس منلى، فتيح خان ولس رټلى نوموي.

دغه راز په درانيانو كې شاه شجاع او په سردارانو كې((اميركبيرافغانستان)) يا امير دوست محمد خان بې تورې شاهان بولي، چې فتيح جنگ او وزيرمحمد اكبر خان يې هم تېروتنې او خطا ته اړكړي دي.

حداد فرهاد په ډاگه كړې، چې د مكناټن وژونكى وزيراكبرخان نه دى او دا وياړ د خپلواكۍ نوميالي رجب خان پخپل جزائيل نومي توپك خپل كړى دى.

په ۱۳۰۸ل.هـ كال كې حكومتپوه محمدگل خان مومند د كورنيو چارو د وزيرپه توگه خپله وينا په پښتو ژبه و كوله او د وخت په اخبارونو كې نه يوازې خپره شوه، بلكې د يو شمېر ډلو زړي يې هم په همدې ورځ ، چې پټ كرل شوي وه لمر ته كيښودل؛ خو بهرنۍ ښكېلاكگرو او كورنيومسخه شويو څېرو پرته له دې، چې ملي گټو ته وفاداري څرگنده كړي، ورو ورو يې بېلابېل فعاليتونه پيل كړل.

په افغان ملي تاريخ كې په ډاگه شوې، چې د افغانانو تاريخ بايد وڅېړل شي؛ ځكه مونږ په افغانستان كې له انگريزانو راپاتې او امريكايانو ته سپارل شوي له ولس رابېل څلور ډوله رټلې او مسخه شوې سياسي  ډلې لرو:

–   له لومړۍ هغې د خير هيله نه كيږي، خو شرجوړولى شي.

–   دوه يمه ډله نه خير رسولى شي او نه شر؛ د غولونې او تېرايستنې په نيت چپتيا غوره بولي.

– درېيمه ډله هرڅه د خپل ځان لپاره غواړي، د ولس غم ورسره نه وي، خو نورې ډلې زېږوي.

–  څلورمه ډله د ځان په څېرد نورو سمونه غواړي.

له تېرو څه نا څه درې پېړيو په بېلابېلو بڼو د دغو ډلو له واك و ځواك سره د دين غوښتنې، پت ژغورنې او خپلواكۍ هڅونې په روحيه جگړه روانه ده.

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x