نړۍ

يمن ته د ايراني جنرال قاسم سليماني د تلو په اړه ضد و نقيض راپورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۸مه ۱۳۹۴ل): د ايران د پاسداران انقلاب «القدس» ډلګۍ مشر او د عراق تکريت کې جنګيدونکي ايراني جنرال قاسم سليماني په اړه ضد و نقيض راپورونه وايي، چې د حوثي ملېشو د مرستې لپاره يمن ته تللی دی.

د ايران د اسلامي انقلاب ځواکونو د القدس ډلګۍ مشر جنرال قاسم سليماني له تېرو څو کالو راهيسې څو څو ځله په عراق او سوريې کې دشيعه ملېشو په ملاتړ سني جهادي ډلو سره د جګړو مشري کړې او تېره مياشت يې د صدام پلرني ټاټوبي تکريت کې اسلامي دولت سره د جګړې مسؤوليت پر غاړه و.

بي بي سي خبري سرويس د خپل تازه راپور له مخې ليکلي، چې جنرال قاسم سليماني يمن ته رسېدلی، تر څو د ايران پلوو شيعه ملېشو روزنه او ملاتړ وکړي، مګر يمني حوثيانو د بي بي سي دا راپور په کلکه رد کړی او وايي، چې جنرال سليماني تر اوسه يمن ته نه دی ورغلی.

جنرال سليماني منځني ختيځ لپاره د ايران تر ټولو مشهور او وتلی قوماندان ګڼل کيږي او له ډېره وخته عراق او سوريې کې د ايران د ګټو لپاره جنګيږي، مګر له تېرو څو مياشتو راهيسې يې خبرې رسنيو کې ډېرې عامې شوي دي.

څه موده وړاندې هم جنرال سليماني په عربي ژبه يوه ويډيو خپره کړې وه، چې دی د خپل شيعه مذهب لپاره په عربي نړۍ کې قرباني ورکوي او خپلې کورنۍ ته يې ډاډ ورکړی، چې که دی «شهيد!» شي، نو دوی دې نه خفه کيږي.

يمن ته د ايراني جنرال د تلو خبرې په داسې حال کې کيږي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې سعودي عربستان د لسګوني ايتلاف په مشرۍ يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د سعودي چارواکو په وينا دا عمليات يې د يمني ولسمشر په غوښتنه د نوموړي د قانوني حکومت او د يمني ولس د ژغورنې په موخه پيل کړي دي.

يمن کې د حوثيانو پرمختګ د ايران په مرسته روان دی

د ایران د مذهبي مشر اية الله علی خامنايي د نړيوالو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي وايي، چې يمن کې د «انصار الله» شيعه ايران پلوې ډلې حوثيانو پرمختګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې روان دی او دوی د دغې ډلې تر شا ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي.

علي اکبر ولايتي د ايران پلازمېنې تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د انصار الله «حوثيانو» پرمختګ يو تاريخي نوښت دی او خلک هم بايد په دې پوه شي، چې دغې ډلې سره د ايران هر ډول مرسته او لاسنيوی شته.

د ايران رسمي خبري رسنۍ د ولايتي له قوله وايي:« انصار الله به يمن کې هغه شان د ایران د ګټو ملاتړ کوي، لکه حزب الله يې چې لبنان کې کوي.»

ايراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سيمې هېوادونه تور لګوي، چې شيعه وسله وال حوثيان د ايران د ګټو لپاره يمن کې جګړې کوي.

د الجزيرې تلويزون د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې ايران د امريکا په مشوره سيمه کې د حکومتونو پر ضد په ګڼو پلانونو کار کوي او امريکا غواړي، چې ايران سيمه کې د يو مشر او قوي هېواد په توګه رول ادا کړي او د سيمې ټول هېوادونه د ايران تابع وي او د همدې لپاره يې عراق، سوريې، لبنان، بحرين، يمن او نورو هېوادونو کې خپل مستقيم او غير مستقيم عمليات پيل کړي او ايران د امريکا په مرسته تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.

د منځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

اوس چې سعودي عربستان په دې پوه شوی، چې يمن حوثي شيعه ملېشې د ايران په مرسته غواړي، چې سعودي ته ننوځي او هلته خپل پرمختګ پيل او د سعودي شاهي نظام ړنګ کړي، نو سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د لسګوني عربي ايتلاف په مشرۍ يمن کې د حوثي ملېشو پر مرکزونو هوايي بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې د حوثيانو ګڼ مرکزونه نړولي دي.

د عربي رسنيو له قوله په دغو عملياتو د سعودي تر څنګ د متحده عربي اماراتو دېرش، د بحرين ۱۵، د کويت ۱۵، د قطر ۱۰ او د اردن شپږ جنګي الوتکې برخه اخلي.

د کارپوهانو په اند تر اوسه دا نه روښانه، چې د سعودي په مشرۍ د لسګونو ايتلاف نظامي عمليات به څومره بريالي وي، ايران به د حوثيانو په ځپلو ډېر اندېښمن دی او ايران به تر کومه د دې بريدونو په اړه له زغمه کار واخلي، دا به راتلونکو لنډو ورځو کې روښانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x