افغانستان

دایکندي کې تښتول شوي کسان، ټول خوشي شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د دایکندي چارواکي وايي چې د دې ولایت د کجران ولسسوالي اوسېدونکي چې څه موده وړاندې تښتول شوي و، ټول خوشي شوي دي.

دغه شل کسان چې پنځه ورځې وړاندې د روزګان په چهارچینو کې نامعلومه وسله والو له ځان سره وړي و، پرون ناوخته خپلو کورنو ته رسيدلي دي.

د دایکندې امنیه قومندان جمعه ګل بهردی وايي چې دغه تښتول شوي کسان پرون ناوخته خپلو سیمو ته رسيدلي دي او په خبره هیڅ زیان نه دی ور رسيدلی.

د روزګان امنیتي مسوولینو د دې تښتول شویو کسانو خوشي کېدل تاييد کړي دي او د دې ولایت سرپرست والي دوست محمد نایاب رسنیو ته ویلي چې دوی يې د خلاصون په تمه ډېرې هڅې کړې دي.

د روزګان او دایکندې مسوولینو دغه کسان رسنیو ته نه دي ښوودلي او نه هم دې کسانو له کومې رسنۍ سره اړیکه نیولې ده، چې دوی چا، چېرته او ولې وړي و.

که څه هم دولتي امنیتي مسوولین وايي چې دغه کسان طالبانو تښتولي و، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دوی له لوري د دې کسانو تښتول رد کړي دي.

تر دې وړاندې هم د کابل ـ کندهار په لویه لار نږدې یو دېرش تنه ورک شول، چې لا يې هم برخلیک معلوم نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x