نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه! (اوولسمه برخه)

یو بل تحقیق
دلمانځه نه وروسته د وعدې سره سم په ټاکلي وخت تحقیق ته بیا وغوښتل شوم هماغه محقیقه، ژباړنه او یو نارینه امریکایي لیکونکی ورسره و په لومړي ځل یې زما دحال پوښتنه وکړه ویل یې څنګه یې ؟
ما وویل: الحمدلله بیخې د الله فضل دی!
ــ شپه دې څنګه وه ؟!
ما وویل: له الله څخه راضي یم ډیره خوندوره وه!
محققې بیا هم وپوښتل:
ــ کوم مشکل خو نلرې؟
ما وې: نه!
ــ ها نن مې تاته یوه پیاله چای او یو څو چاکلیټ راوړي دي!
زما پر وړاندې  یوه بل عسکر کاغذي ګیلاس کې چای کیښود، د چای په لیدو  خوښ شوم دا ډیره موده مې نه و لیدلی، مونږ افغانان په تېره خوستوال خو بیخي په شنه چای ډیر مین یو خو بیا هم ومې ویل:
ــ نه، نه،  نه یې څښم ماله چایو سره بیخي نه لګیږي !
ژباړنې وویل چې خیر دی دا چاکلیټ وخوره دې کې کاکو دي!
ما وخندل، سوچ مې وکړ چې دوی لکه چې ماشوم رانه جوړ کړ ومې ویل :
مننه زړه ته مې نه کیږي!

ما ته د خارجیانو  دراتګ اولني وختونه رایاد شول چې دوی به زمونږ ماشومانو ته په لارو او کوڅو کې ژاولې، چاکلیټ او نورو خوراکي شیان ورکول، کله به مې چې د کلي ماشومانو سره په لاس کې ولیدل نو سخته غوصه به راتله دوی به مې ددې شیانو له خوړلو منعه کول او اړ به مې کړل چې ویې سوزوي، دوی به هم همداسې وکړل سم اور به یې پرې بل کړ.
محققې وویل :
ښه،  چې چای نه څښې نو سیګریټ څکوې؟!
زه لږ جدي غوندې شوم

ــ نه دا څه وایې، زه او سیګریټ ؟!
محققې وویل ها چې داسې ده نو اوس به د پرونی خبرې په اړه وغږیږو تا مې په پرونی خبره سوچ وکړ؟
ما وویل:
دې کې خو کوم سوچ ته ضرورت نشته پرون مو هم کولای شول چې له ما مو پوښتلي وای خو تاسو بیړه وکړه ووتلی!

ما ځکه داسې ځوابونه ورکول چې نور مې بیخې دا تمه نه وه چې خلاص به شم پدې ښه پوهیدلی وم چې نرمې خبرې مې نشې خلاصولی، محققې عکس راواخیست ما ته یې په لاسونو کې راکړ ویې ویل:
دا واخله ښه په ځیرځیر یې وګوره بیا ځواب راکړه چې دا څوګ دی ؟
ما عکس په تړلو لاسونو کې ونیو خکل مې کړ په سینه مې پورې مې کلک کړ ښه زړه مې پرې خوږ شو یو ځل بیا مې خکل کړ، دده تکه توره پګړی ښایسته دنګه ځواني لکه چنار، ډیر یې ودردولم، په عکس کې مې ورور د تڼیو درګي په ولسوالی کې د شلګې ترڅنګ ولاړ دی توره پګړی یې پر سر ده کلاشینکوف یې پر اوږه دی!
دوی ټول ماته ځیر دي او زما په څیره یې ټینګې سترګې ګنډلي دي، دوی دا فکر کاوه چې ددې عکس په لیدو به وویریږي، انکاربه وکړي او وبه وایې چې نه یې پیژنم خو دوی زما په دې کړو وړو سخت حیران شول یوه بل ته یې په حیرانی سترګې سره واړولې ما وویل چې:
هو دامې مشر ورور دی دا عکس مو له کومه کړ؟
محققې وویل: دا خبره پریږده چې دا مو له کومه کړ خو دا ووایه چې دا چیرته دی او ولې دې مونږ ته پدې اړه پخوا څه ندي ویلي؟!
ما ډیر ډیر دتعجب په حالت کې وخندل ځواب مې ورکړ:
ــ دا ضرور نده چې زه د ټولو هر هغه چا په اړه تاسو ته مالومات درکړم چې اغه نن ددونیا پرمخ نه لیدل کیږي او دیو ابدي ژوند په لورې تللي دي زمونږ په کورنی کې ډیر نارینه غړي داسې شته لکه زما نیکه او دنیکه وروڼه، دپلار وروڼه او دمور له طرفه نیکه دا ټول لس کاله پخوا مړه شوي چې ددوی د ژوند مرګ په اړه غږیدل بې لدې چې هسې وخت ضایع کړو هیڅ فایده نلري، که بیا هم تاسو ټینګار کوی نو دا کومې یو څو پاڼې چې ستاسو په لاسو کې لیدل کیږي فکر کوم دابه ټولې ډکې شي مجبور یې چې نورې راوړی او هغه هم فکرنکوم چې کفایت وکړې او بل پدې اړه خو تاسو تر ما ښه پوهیږې پرون موخپله راته وویل چې دا ولې وژل شوی،کوم عکس چې تاسو ماته راکړ دا خو زمونږ په کور کې هم نشته زه وایم کوم چاچې دا عکس ستاسو ترګوتو رارسولی نو ولې له هغه چا نه دده دژونداو مرګ په اړه نه پوښتی؟!
محققې په تیزی وپوښتل:
زه له تانه پوښتم چې تا ولې ددې په اړه وړاندې ذکر نه کاوه چې تر اوسه دې پدې خبره  پرده اچولې وه؟
ما ځواب ورکړ :
ما مخکې وویل چې حتمي نده چې د هرهغه چا په اړه دې زه پخپله وغږیږم کوم چې تاسو له ما نه،  نه وي  پوښتلي تاسو خو له مانه ددې په اړه پخوا هیڅ پوښتنه نده کړي نو څنګه کولای شم چې پخپل سر چالان شم او په هدیرو کې دټولو مړو په اړه د یو یود ژوند او مرګ ذکر وکړم!
محققې زما دخبرو ژباړه واوریده، سترګې یې په ما کې ونیولې یوه شیبه یې ښه په ځیرځیر بیا وکتم خوله یې خبروته جوړه کړه ویې ویل:
ته بیخي ډیرې خبرې کوې زه له له تا څخه  فقط په دوو الفاظو کې پوښتنه وکړم او ته سم اوږد نقل شروع کړې ستا په مقصد زه نه پوهیږم چې ته څه وایې، ما دهدیرې له نورو مړو سره کار نشته فقط دهمدې مړي په هکله غواړم چې یو څو پوښتنې وکړم!
زه غلی شوم هیڅ مې ونه ویل، بیا یې زیاته کړه:
ــ ستاسو مشر ورور ولې ووژل شو؟!(په غصه)
ما نه غوښتل چې خبره اوږده شي او په خبرو کې نورې خبرې راپیدا شي لنډ ځواب مې ورکړ:
—  ټول انسانان او ژوندې شیان وژل کیږي زما ورور هم یو انسان و په دونیا کې یې رزق ختم شوبس،  مړ شو نو،  د خدای خوښه وه!
محققې حوصله پای ته رسیدلي وه رنګ یې تور سور واوښت  یو سوړ اسویلی یې وکیښ له ځایه پورته شوه دوه درې قدمه یې په کوټه کې ووهل پداسې حال کې یې په خبرو پیل وکړ چې زما په لورې یې شا وه بیا یې مخ راتاو کړ ژباړنې یې خبرې وژباړلې:
— زه پوهیږم چې ته نه غواړې په اړه یې  وغږیږي، ولې؟ ستونزه څه ده ؟ که ستا ځوابونه همداسې وي نو مجبور یو چې تا به له هغو سلګونه بندیانو سره یوځای په قفسونو کې واچوو چې له اوږدې مودې راهیسې بې پوښتنې پراته دي .!
ما وویل:
— هیڅ ستونزه نشته، پدې کې به څه ستونزه وي، هغه اوس مړ شوی دی، خدای دې یې وبخښي خو زه وایم چې تاسې باید د مړو پرځای د ژوندیو انسانانو په برخلیک باندې غور وکړی ستونزه که ده نو پدې کې ده چې تاسو سلګونه ژوندي انسانان چې پخپله پرې اعتراف کوی پدې وجه اوږده زمانه په قفسونو کې اچولې دي،  چې تاسو له دوی څخه د پخوانیو مړو په هکله پوښتنې کوی او دوی غواړي چې د ژوندیو ( زمونږ)  په سرنویشت غور وکړی چې مونږ ولې د یوچا دغلط راپور په اساس راوړل شوي یو؟!

محققې زما له مخې د چایو ګیلاس پورته کړ یوڅو غوړپه یې ترې وکړل بیا یې زیاته کړه:
ها نو ته غواړې چې لومړې درسره د ژوندیو په هکله وغږیږم ؟!

ما په بې پروایی ځواب ورکړ:
هو!!
ــ ها ستا خبرې ته به راشم خو فکر نکوم چې ته په ډاډه زړه وغږیږې یانې ته به بیا هم هڅه کوې چې زما له اصلي پوښتنې ځان وغړوې، که همداسې نده ؟!

زه په سوچ کې شوم وویریدم ذهن ته مې دا خبره راغله چې هسې نه په زندان کې د پرتو بندیانو په اړه رانه ونه پوښتې ځکه یو څو نفره زمونږ دسیمې داسې څوګ و چې ما نه غوښتل چې په خپلې پیژندګلوی سره، یا دوی ته ستونزې جوړې کړم او یا ځان ته کار وګورم، ما وویل:
ــ نه ولې،  دا ستاسو حق  دی چې له مانه هرډول پوښتنې وکړی او زه یې پروړاندې تر ممکنه حده سم ځواب درکړم خو غوره به دا وې چې دهغه څه په اړه رانه وپوښتی چې زما پورې تړلي وي نه دا چې د یوداسې څه په اړه ټینګار وکړی چې زه یې په اړه هیڅ مالومات ونلرم!
محققې وویل:
نو پرابلم، زه د یوڅو ژوندیو انسانانو انځورونه درښایم ته یې وګوره که دې وپیژندل خو  ښه،  کنه هیڅ خبره نشته !
بیایې زما پر وړاندې یو انځور ونیو ویې پوښتل دا پېژنې ؟!
ما عکس ته ښه په ځیر وکتل، عکس د یو خوستي مجاهد و (اسحاق) نومیده یوـ دوه کاله پخوا نیول شوی و، شهید اسحاق تقبله الله ډیر متقي پرهیزګاره او نر ځوان و د روسانو دجنګ پرمهال یې ټانګ چلوه خلکو به ورته ټانکیس ویل،په غوږونو کې به یې تل شین مورچکی او یا هم دموسم موافق ښکلي ګلان ایښودل، په قوم ځدراڼ و پخوا لکه چې دحقاني صیب په ګروپ کې و دطالبانو پرمهال یې هم څه دنده لرله، له سکوته وروسته یې هم چاته ټیټه نه ویله، چې همدې مجاهدانه غرور د زندان تورو تمبو میلمه کړ، ما دطالبانو دواکمنی پرمهال په خوست ښار کې بیخي ډیر لیدلی و یوازې ما نه بلکه دخوست ښار لویو او وړو پیژانده، په همدې پیژندګلوې برسیره  څو وارې زمونږ له ورور سره حجرې ته راغلی و، په ده باندې بیخي ډیر تورونه و، دحقاني شبکې سره دپخوانیو اړیکو له وجې یې اوس هم ددوی نیږدې همکار باله،  ما د عکس په لیدو وویل چې:
ــ وبخښی ومې نه پیژانده!
ــ لږ ښه یې وګوره شایید لیدلی به دي وې ؟!
ــ ښه مې ولیده په عکس کې سم نه مالومیږې شاید کوم وخت به مې لیدلی وي  مګر داچې دا عکس ډیر تور دی نو سمه پیژندګلوي یې نشم کولای!
ــ که مخامخ یې درته راولو وبه یې پېژنې ؟!
نور بیا . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

بريال صيب سلامونه
دا برخه دي دير وروسته نشر كره آن دتيري برخي احداث مو دذهن نه وتلي وه, روزانه به مي جي نن تكي اسيا خلاصوله ستا كيسه به مي كتله كه نوي برخه دي ليكلي وي, خو دا هفته وشوه جي بالكل به انترنت ته نه كيناستم ما ويل الله مه كره جي سه مشكل درته نه وي بيخ شوي جي كيسه نيمكري باتي شوه, خو نن مي جي صفحه خلاصه كره نو دخبرو نه مخكي مي ستا كيسه ولوسته…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x