د امت لويان

د حضرت عمر(رض) د ژوند ۱۰۰ کیسې (دوهمه او دریمه کیسه)

محمد طارق فاروقي

دوهمه کیسه: بوډۍ شاعره

د مدینې منورې ښار ته څېرمه یوه زړه کنډواله وه، چې په دې کنډواله کې یوه  بوډۍ ښځه اوسېده، یوه شپه حضرت عمر (رض) له خپل عادت سره سم په داسې حال کې چې تیارو په ټول ښار څپي وهلې، له کوره ووت، څو د عامو خلکو له احوال څخه ځان خبر کړي.
کله چې د هغې زړې کنډوالې تر څنګ تېرېده، یو څه رڼایي يې تر سترګو شوه، په کرار کرار ورنږدې شو، ګوري چې هغه بوډۍ ښځه په زړو تورو جامو کې ناسته وه او شمعه یې روښانه کړې وه، او یو څه اشعار يې له ځان سره زمزمه کول.

– هغه اشعار دا دي:

ثنا اوصفت دې وي خالق د ټولو کائناتو ته،  بې ساری درود او رحمت دې وي په بهترین د مخلوقاتو محمد (ص).

– ای د الله رسوله! ستا په محبت کې شپه ويښه او ورځ په ژړا تېروم، ارزوګاني ډېرې، ارزوګانې ډېرې.

– تېر یادونه مې یادېږي، تېر وختونه مې یادېږي، هغه خواږه خواږه مجلسونه مې یادېږي.

– ای الله۱ له تا نه يوازې یوه ارزو او یوه غوښتنه پوره کول غواړم، او په جنت کې خپل ځان له خپلو دوستانو سره د پېغمبر (ص) همسایه کېدل غواړم.

کله چې عمر (رض) د هغې بوډۍ دا خبرې او ‌اشعار واورېدل، نو په ذهن کې یې د پېغمبر (ص) او د هغو صحابه کرام (رضوان الله تعالی عليهم اجمعین) چې له دې فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې وې، تېر شوي یادګارونه او خاطرې وریاد کړل.

سم دلاسه یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، د بوډۍ د کور دروازه يې وټکوله،  د دروازې له شا څخه بوډۍ غږ وکړ: څوک يې او څه غواړې؟

حضرت عمر (رض) په ژړغوني اوغمژن غږ ورته وویل: عمر یم. بوډۍ وویل: زما له عمر سره څه کار دی او ولې دلته په دې شپه کې راغلی یې؟

عمر (رض) ځواب ورکړ: الله (ج) دې تا ته بښنه وکړي، دروازه پرانېزه، کله چې بوډۍ دروازه پرانسته، عمر (رض) کور ته ورننوت او د ژړا په حالت کې يې ورته وویل: ای بوډۍ! هغه اشعار ما ته یو وار بیا تکرار کړه، کله چې  بوډۍ اشعار تکرار کړل، نوعمر (رض) ورته وویل: ای بوډۍ زه له تا څخه یوه هيله کوم. هغه دا چې ما هم په خپلو دوستانو کې درګډ کړه، بوډۍ وویل: ای الله! ته عمر ته بښنه وکړې او په جنت کې یې زما همسایه وګرځوې، کله چې حضرت عمر (رض) دا کلمې له بوډۍ څخه واورېدې، په ډېره خوشالۍ بېرته کورته روان شو. منتخب کنزالاعمال ۳۸/۱۴

دریمه کیسه
        وږی ماشوم

کله چې حضرت عمر (رض) د مسلمانانو خلیفه (امیرالمؤمنین) وټاکل شو، یو لړ خدماتو ته يې مخه کړه، چې یو له دې خدماتو څخه دا و، چې امر يې وکړ چې هر ماشوم چې د مور له تي رودلو څخه جلا شي، باید له بیت المال څخه ورته میاشتنی معاش وټاکل شي.

په همدې ورځو کې د تاجرانو یو کاروان د مدینې منورې ښار ته داخل شوو عمر (ر‍ض) د تېر عادت په څېر چې د شپې له خوا به یې د عامو کاروانونو او مسافرو ساتنه او خدمت کاوه، په همدې نیت له خپل کور څخه ووت او نېغ د حضرت عبد الرحمن بن عوف (رض) کور ته ورغی او ورته یې وویل: ایا نه غواړې چې نن شپه له ما سره د دې کاروان ساتنه وکړې؟

هغه په ځواب کې ورته وویل: ولې نه. دواړو د کاروان ساتنې ته ادامه ورکړه چې کله د شپي یو څه برخه تېره شوه، له لرې څخه يې د یو ماشوم د ژړا غږ تر غوږ شو، عمر (رض) د ژړا ځای ته ورغی او د ماشوم مور ته یې وویل، دا خپل ماشوم کرار کړه. او بېرته خپل ځای ته ستون شو، چې یو څه وخت تېر شو، ماشوم بیا په ژړا سر شو، عمر (رض) دویم ځل ورغی او د ماشوم مور ته یې وویل: له الله (ج) نه ووېرېږه، خپل ماشوم کرار کړه، تی اوشودې ورکړه.

بېرته خپل ځای ته ستون شو، چې د ماشوم ژړا غلې نه شوه، د دریم ځل لپاره د ناراحتۍ او خفګان په صورت کې بیا ورغی، د ماشوم مور ته یې دا ځل لږ په تونده لهجه وویل: ما ستا په څېر بې رحمه مور نه ده لیدلي، دا ماشوم د شپې له لومړۍ برخې تردې دمه ژاړي، ته ولي ده ته تی نه ورکوې؟

د ماشوم مور په ځواب کې وویل: ای د الله بنده! زما دا بچی الله ناراحته کړی، زه غواړم دا خپل ماشوم له تي څخه جلا کړم او دی یې نه مني او ژاړي.
حضرت عمر (رض) په ډېرتعجب ورته وویل: دا ولې؟

ښځې ورته وویل: دا ځکه چې عمر هغه ماشومانو ته چې تی خوري، معاش نه دی ټاکلی، يوازې هغو ماشومانو ته معاش ورکوي چې له تي رودلو څخه جلا شي.
د دې کلمې په اورېدلو سره د حضرت عمر (رض) په وجود لړزه راغله او په ریږدېدلي غږ یې وپوښتل: دا ماشوم څو کلن دی، هغې ورته وویل: تر اوسه یې کال نه دی پوره شوی، عمر(رض) دې ښځې ته وویل: افسوس ستا پر حال، ته د معاش د اخستلو لپاره په خپل ماشوم شيدې بندوې، دا کار بيا و نه کړې.

او بېرته د ژړا په حال کې ولاړ او د سهار لمانځه لپاره جومات ته ننوت، خلکو د ده  د ډېرې ژړا په وجه قرأت په سمه توګه نه شوای اوریدلی، چې کله یې سلام وګرځاوه، د ژړا په حالت کې یې وویل: ای بې چاره عمره! تا به څومره د مسلمانانو ماشومان وژلي وي او تا به د څومره ماشومانو ښېرا اخستې و‎ي. بيا یې ټولو خلکو ته اعلان وکړ، سر له ننه چې هر یو ماشوم له مور څخه  پیدا شي، سم دلاسه ورته معاش وټاکل شو. طبقات سعد ۳۰۱/۳

محمد طارق فاروقي

نور بیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x