د امت لويان

علامه شبلي څوك وه ؟ او د ژوند څرنګوالی یي

ترتيب کونکی سميع الحق (حماس)

علامه شبلي په ١٨٥٧ع كال دهندوستان دمتحده صوبې داعظم ګړهـ  دضلع په بندول نومې كلي كې زيږېدلى وه، علامه شبلي په يوه درنده اوشته منه كورنۍ كې پيداشوى وه، دپلارنوم يې حبيب الله اوډېر پوه وكيل و.

هركله چې په دغه زمانه كې په هندكې فارسي ژبه علمي اودلويو خلكو ژبه ګڼل كېدله ، نو اول يې فارسي ژبه په پوره ډول زده كړه او بيايې  وروسته دعربي ژبې په زده كولوپيل وكړ اودغازي پورپه دارالعلوم كې يې  دمولانامحمدفاروق څخه عربي علوم ولوستل مولانا شبلي دخپل ډېرلياقت  په وجه خپل استاذمولانا محمدفاروق ددغه دارالعلوم سرمدرس ته دومره ګران و چې دغه  مولانا به ځان  ته دعلم دځنګل زمرى اوده ته به يې  دزمري بچى وايه اوده ته به يې ويل چې “اناسيدوانت شبلي”يعنې زه زمرى يم اوته زمابچى يې، ددې نه وروسته  يې په رامپور كې دمولانا ارشادحسين څخه  چې يوپياوړى فقيه عالم و دفقهې معتبر كتابونه ولوستل  اوڅه موده  وروسته  درامپور نه دعربي ادب دزده كړې  له پاره لاهور ته ولاړ او په لاهوركې يې دمولانا فيض الحسن څخه چې دادب په فن كې دخپل وخت  ٠اصمعي٠ ګڼل كېده، د عربي ادب  حماسه نومى كتاب يې شروع كړ، په لاهوركې د يو څو مياشتو له تېره ولونه وروسته  سهارنپورته ولاړ، په دې ښاركې يې دپياوړي پوه محدث  مولانا احمدعلي رحمه الله عليه څخه داحاديثو ټول كتابونه ولوستل، مولاناشبلي په نولس كلنۍ كې په سنه1876ع كال ترمذي وويله. هركله چې دمولانا دكورنۍ خلك دحج له پاره تيارشول نومولاناهم دخپل محترم استاذنه رخصت واخيست اودهغوى سره بيت الله شريفې ته ولاړ، كوم وخت چې دمكې مكرمې نه مدينې منورې ته ورسيد نوپه دغه  ځاى كې ورباندې يوناشنا حال راغى اوپه د غه حالت كې يې دعشق يوه ډېره خوږه اوپه زړه پورې فارسى قصيده وويله، ده دمدينې منورې  په كتاب خانوكې داحاديثو ډېرنااشنا كتابونه وكتل.

ددې سفر نه وروسته مولانا دظاهري علم په ځاى دباطني علم په لټه كې شو اوپه دې وخت كې به يې كله كله په ارود،فارسى اوعربي ژبوشعرونه ويل،اوددرس اوتدريس كاربه يې هم كاوه په دې لړكې دى دخپل ورور مهدي دليدلو له پاره دعلي ګړهـ كالج ته ورغى ، چې په دې ترڅ كې يې دسرسيدسره  هم ليدل كتل وشول، په دې ليدلوكتلو كې سرسيد مرحوم دعلامه شبلي څخه وغوښتل چې زموږكالج ته  راشه،علامه شبلي دغه غوښتنه ومنله اودعلي ګړهـ په كالج كې دفارسي عربي ژبې دپروفيسر په حيث وټاكل شو، په دغه وخت كې مولاناحالى هم په دغه كالج كې دېره و اوښاغلى ارنلډ نومى مستشرق هم دغه كالج ته راغلى و، علامه شبلي ته هم سرسيدپه دغه كالج كې داوسېدلو له پاره ځاى وركړ ، دغو پياوړوپوهانوبه په خپلومنځوكې علمي بحثونه كول، چې ددې علمي څېړنو اوبحثونو په نتيجه كې دنويو اوزړوعلمونو په منځ كې دګډون يوخاص صورت راپيداشو.هركله چې علامه شبلي دسرسيد كتابخانه وليدله، نوډېر خوشحال شو په دې  كتابخانه كې دمصر او اروپا نوي زاړه  كتابونه  په خاص ترتيب په الماريو كې  اېښودل شوي وو. په دې وخت كې مولانامحمدحسين ازاد”سنين اسلام”نومى كتاب ليكلى و، چې ددغه كتاب نقشه به هروخت دحضرت علامه شبلي سترګوته  مخكې مخكې كېدله، دغه كتاب د شبلي په زړه كې نوى جوش راپيداكړ اول يې په زړه كې دافكرپيداشو چې داسلامي هيوادونو يوتاريخ وليكي،خوداكارورته ډېر دروند كارښكاره شو اوپه  زړه كې يې دا فيصله وكړه  چې داسلام دنوميالو اولويو خلكو تاريخ وليكي، چې ددې مفكورې په اثريې د المامون نومي كتاب په ليكلو پيل وكړ،ددې كتاب نه وروسته يې په دې موضوع كې ډېرې رسالې اوكتابونه وليكل.

په سنه 1893ع كال كې يې سيرت النعمان  نومى كتاب وليكه، ددې كتاب دليكلونه وروسته دى دارنلډ سره دمصر، شام اوروم په سفر  روان شو او يوه مفصله سفرنامه يې وليكله، هركله چې د1898ع كال دجون په مياشت كې سرسيد وفات شو نوعلامه شبلي د شپاړسو كلونودخدمت نه وروسته دعلي ګړهـ كالج دپروفيسري نه استعفى وكړه اوخپل اصلى ځاى اعظم ګړهـ ته ولاړ اوپه دغه ځاى كې يې دالفاروق په ليكلو ګوتې پورې كړې ، ددې كتاب دبشپړولونه څوورځې وروسته  دده پلار وفات شو اودكور غمونه ورله غاړې شول، دكورلانجو داسې وارخطا كړچې د دكن حيدراباد ته ولاړ اودغلته دمولوي سيدعلي بلګرامي سره دېره شو، دمولوي بلګرامي په لارښوونه يې دعلومواوفنونو دتنظيم چارې په غاړه واخيستلې، په دې ځاى كې يې ا لغزالي مولاناروم اوعلم الكلام اوالكلام نومي كتابونه وليكل چې دغه ټول كتابونه چاپ شوي اوپه علمي ټولنوكې يې ښه هركلى شوى دى، دعلامه شبلي تصنيفونه چې ځينې دكتابونواوځينې درسالو په شكل په فارسي او عربي ژبو ليكل شوي دي دادي:  الجزيه، رسايل شبلي، مضامين عالمګير، ديوان شبلي، دستهء ګل، بوى ګل اوځېنې خطونه اوپه اردو ژبه كې يې داكتابونه ليكلي دي: اسكات المعتدي، بدرالاسلام، الجزيه، النقدعلى ا لتمدن الاسلامي كتابخانه اسكندريه. دمولانا ډيرمشهوركتابونه دادي:  المامون، سيرت النعمان، الفاروق،  سفرنامه، الغزالي علم الكلام، الكلام دمولانا روم سوانح اوانيس اوبيرموازنه شعرالعجم څلور ټوكه اوسيرت النبي شپږټوكه چې دوه ټوكه يې پخپله مولانا بشپړكړي دي اوڅلورټوكه يې سيدسليمان ندوي بشپړكړي دي. د علامه شبلي وروستى اوډېرمهم تصنيف سيرت النبيeدى، هركله چې مولانادسيرت څو جلدونه  وليكل نو ناروغتياورته پېښه شوه اودپنځلسو ورځو ناروغتيانه وروسته د1914ع كال دنومبر دمياشتې په (18) نېټه دپنځوسو كلونو په عمروفات شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x