دشهید مولوي اختر محمد عثماني (رحمه الله ) دشهادت دپنځم تلین په مناسبت :

لیکنه :عبدالرؤف حکمت

دشهید مولوي اختر محمد عثماني (رحمه الله ) پیژندنې او جهادي فعالیتونه ته یوه لنډه کتنه

زوکړه یې : شهید مولوي اختر محمد عثماني د مولوي نورمحمد زوي د مولوي عبدالله لمسی په ۱۹۶۵ میلادي کال کې دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دجوشالي سیمې په یوه دینداره او علمي کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې .

لومړنۍ زده کړه یې : شهید مولوي اخترمحمد عثماني خپلې لومړۍ دینې زده کړې له خپل والد صیب او دخپل کلي په مسجد کې پیل کړې ، وروسته په خپله سیمه کې دسنګین مشهورې مرکزي مدرسې ته لاړ ، او په دې مهال کې چې نوموړی نوی ځوان وو

، دروسي یرغلګرو په وړاندې یې جهادي مبارزه هم پیل کړه ، شهید عثماني صیب د جهادي مبارزې او زده کړو ترڅنګ په سنګین کې دیادې مدرسې دنظامت چارې هم سمبالولې ، نوموړې دڅو کلونو لپاره په همدې دندو بوخت وو .

لوړشرعي تحصیلات یې :

له افغانستان څخه دشوروي یرعلګرو ترتیښتې وروسته شهید عثماني دخپلوزده کړو دپوره کولو په غرض ګاونډي هیواد پاکستان ته ولاړ اوهالته يي ، دپښتونخوا صوبې په مشهورو مدارسو کې دخپلو دیني تعلیماتو ترلاسه کولوته ادامه ورکړه ،ترڅويې په کال ۱۴۱۵ هجري ،قمري کې دپښتونخوا صوبې له سترې او مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه څخه د حدیثو دلويې دورې ترپوره کولو وروسته دفراغت سند ترلاسه کړ.

دطالبانو له اسلامي تحریک سره يوځای کیدل یې:

شهید عثماني صیب په داسې مهال له خپلو لوړوشرعي زده کړوڅخه فارغ شو چې په ګران هیواد افغانستان په تیره کندهار ولایت کې دتنظیمي انارشیزم او ټولنیز هرج ومرج په وړاندې دطالبانو اسلامي تحریک نوی تأسیس شوی وو .

کله چې شهید عثماني صاحب ترفراغت وروسته دعلم له سفر څخه دهلمند ولایت سنګین ولسوالۍ خپل کورته دراستنیدو په حال کې وه په لاره کې دکندهار ولایت سپین بولدک ته په رسیدو له یوه نوي هیله بښونکي بهیر سره مخامخ شو اوهغه داچې تصادفا په همدې ورځ دطالبانو دنوي پیل شوي تحریک لومړنیو ځواکونودکندهار سپین بولدک او ویش سرحدي سیمې تازه ترخپل کنټرول لاندې راوستې وې.

شهید عثماني صیب خپل دیني مسؤلیت ته په پام سره له همدې ځایه دطالبانو له اسلامي تحریک سره ملګری شو ، چې بیا دشهادت تر لحظې په همدې دریځ او لاره مستقیم پاته شو .

دطالبانو په اسلامي تحریک کې دشهید عثماني پوځي او اداري فعالیت اومسؤلیتونه

شهید عثماني صیب دعالقدرامیرالمؤمنین ډیراعتمادي اونږدي کس ؤپه یولړخصوصي کارونوسربیره یې داسلامي امارت دواکمنۍ په مهال او وروسته دامریکایانو په خلاف دجهاد په مهال بیلابیلې مهمې جهادې دندې ترسره کړې ، او داسلامي امارت په چوکا ټ کې یې ستر او نه هیریدونکي خدمتونه وکړل .

نوموړی په پیل کې دکندهار دامنیه قومندانۍ مرستیال او وروسته دڅه وخت لپاره دکندهار امنیه قومندان وټاکل شو ، له دې وروسته په کندهار کې ددوهم نمبر قول اردو عمومي قومندان وټاکل شو ، او دامریکایانو دیرغل تروخته یې ترڅلوروکالوپوري همدې وظیفې ته دوام ورکړ .

په دې لړ کې په مهمو فتوحاتو او جهادي تشکیلاتو کې شهید عثماني صیب برخه درلوده ، په کابل کې د رباني د واکمنۍ په خلاف دتعرضونو په مهال نوموړی دچهاراسیاب په خط کې ډیر وخت په دنده بوخت وو ، وروسته کله چې دهرات له لورې تورن اسمعیل خان په هلمند حمله وکړه ، شهیدعثماني صیب له کندهار څخه دسلګونو ملګرو سره یوځای دګرشک دفاعي کرښې ته لاړ ، په دې جګړه کې چې اسمعیل خان سخته ماته وخوړه ، عثماني صاحب هم دهغه کاروان برخوال وو ، چې د دوو ورځو په ترڅ کې یې نیمرزو ، فراه او هرات فتحه کړل ، اود اسمعیل خان واکمنۍ ته یې دپای ټکی کیښود .

په دې سربیره عثماني صیب دشمال دتصفیې په مهال هم په مختلفو سیمو کې خپله جهادي دنده تعقیب کړه ، دوه ځله یې دڅوڅومیاشتولپاره دبلخ ولایت سرپرستي وکړه اوهم یې د دره صوف او سنګچارک په جبهو کې دمسؤل په صفت دنده درلودله ، دمزار له فتحې وروسته ، دایرانی دیپلوماتانو د وژنې په عکس العمل کې چې ایران دافغانستان سرحد ته څیرمه د (ذوالفقار ) په نامه پوځي مانورې او قدرت نمایي پیل کړه ، او په افغانستان دبرید ګواښ یې رامنځته کړ ، اسلامي امارت دافغانستان دحریم ددفاع په خاطر په سلګونو ځواکونه چې په دافع هوا او درنو وسلو سمبال وو   همدې سیمو ته ولیږل ، تر څو دایران داحتمالي برید په مهال دافغانستان ساتنه وکړي ، داسلامي امارت ددې احتیاطي دفاعي ځواکونو مشري هم دعثماني صیب په غاړه وه .

په افغانستان له امریکایي یرغل څخه دوه کاله وړاندې شهید عثماني صاحب دهیواد شمالي صفحاتو ته دعالیقدر امیرالمؤمنین لخوا دیوځانګړي هیئت دمشر په توګه لاړ ، چې دیوې میاشتې هیئتۍ په مهال یې تقریبا دشمال له ټولو ولایاتو لیدنه وکړه ، له ټولو اولسونو او قومي مخورو سره یې له نږدې لیدنې او ناستې وکړې ، او په دې توګه یې دعوامو په تنویر او اعتماد خپلولو کې ستر خدمت ترسره کړ دنوموړي یو نږدې ملګری چې شمالي ولایاتو ته دنوموړي دهیئتۍ په سفر کې ورسره ملګری وو، وایي چې ددې سفر په مهال عثماني صیب تقریبا دشمال په ټولو سیمو راوګرځیده ، هر ولس او کلي ته ورغی ، داسلامي امارت داعیه او پروګرامونه یې هغو ته تشریح کړل ، دخلکو پوښتنې ، انتقادونه او مشورې یې په پوره اخلاص او زغم سره واورېدې ، او په دې توګه یې په خورا ښه ډول خپله وظیفه انجام کړه .

دامریکايي یرغلګرو په خلاف جهادکې دشهید عثماني پوځي رول

شهید اخترمحمد عثماني صیب له امریکایي یرغل وروسته هم په پوره متانت خپل جهادي مسیر تعقیب کړ ، نوموړي له امریکایي یرغل وروسته په خورا سختو شرائطو کې دمجاهدینو د رایوځای کولو او تنظیم دنده پرمخ بیوله او په دې لړکې یې ډیر تکلیفونه په ځان ومنل ، دامریکایانو په خلاف دجهادي مبارزي دتنظیم لپاره چې دعالیقدر امیر المؤمنین لخوا څوکسیزه عالي شورا جوړه شوه ، شهید عثماني صیب هم ددې شورا غړیتوب درلود او ورسره یې دهلمند په ولایت کې دمجاهدینو عمومي مسؤلیت په غاړه وو ، ، نوموړي په بیلابیلو ملکي او نظامي برخو کې خپلوجهادي وظائفو ته ادامه ورکوله ،چې د د ۱۴۲۷هق ،دذوالقعده پر۲۸مه مطابق 2006م ۱۲۱۸مه نیټه دهلمند ولایت دبرامچې په سیمه کې ددښمن دجاسوسي الوتکې دبمبار په پایله کې په شهادت ورسید .رحمه الله تعالی

دشهید عثماني صیب علمي او جهادي شخصیت

شهید مولوي اختر محمد عثماني صیب چې الله تعالی دسیرت او صورت دواړو ، ښیګڼې او ښایست پرې لورولی وو ، خورا دښو اخلاقوڅښتن وو .

عثماني صیب میانه ونه ، ښایسته څیره   او معتدل جسامت درلود، څنګه چې نوموړی په یوه علمي او دیني کورنۍ کې زیږیدلی وو ، نو دیانت داري او تقوی یې خاصیت ګرځیدلی وو ، دطالب العلمۍ دمهال ملګري دنوموړی دبې ساري ذهانت او ځیرکوالي کیسې کوي له تعلیم اوتعلم سره یې دومره مینه لرله چې کله دکندهار دقول اردو قومندان ووله خپل ټول مسؤلیت او زیات مصروفیت سره سره به یې له رسمي مصروفیاتو وروسته دکندهار ښار په لوی مسجدکې چې په سره جامع سره مشهوره وه اودکندهار هرات په لویه لاره قول اردوته نږدي واقع وه طالبانو ته دیني کتابونه ویل او تدریس یې جاري ساته ، دعثماني صیب کشر ورور چې د تعلیم او جهاد په ډیرو دورو کې له نوموړي سره یوځای اوسیدلی وایي ، چې عثماني صیب په شخصي ژوند کې خورا تقوا لرونکی او په لږ څه قناعت کوونکی وو ، دبیت المال له شتمنیو سره یې بې کچې احتیاط کاوه ، او کله یې هم بې ځایه او په شخصي مصارفو کې له شرعي ضرورت پرته نه مصرفاوه .

دنوموړي ورور وایي چې عثماني صیب د جهادې دندو او مسؤلیت په ټول وخت کې کله هم دښه موټر ، ښه خوراک یا ښه ژوند او عیش د درلودلو کوښښ نه دی کړی ، او خپل نږدې ملګري یې هم له داسې څه څخه منع کول ، نوموړي به تل ویل ( ترڅو پورې چې زموږ وروڼه مجاهدین په مختلفو سیمو کې په غرو ، دښتو ، ځنګلو او نورو سختو سیمو کې دمشکلاتو سره لاس او ګریوان وي او سختي تیروي باید هیڅوک هم د دنیاوي ښه ژوند او عیش تمه ونه کړي ، ځکه په داسې سختو شرائطو کې په دنیاوې عیش او هوسونو کې مشغولیدل ، یقینا دمجاهدینو ، یتیمانو ، کونډو او دردمنو مسلمانانو له هیلو سره جفاکاري او بې پروایي ده )

په دې سربیره شهید عثماني صیب خورا دټینګ عزم او لوړ توکل څښتن وو ، او په هرډول حالاتو کې یې یوازې په الله تعالی تکیه کوله ، کله چې دهیواد په سترو ښارونو دامریکایي بمبار په نتیجه کې داسلامي امارت واکمني پای ته ورسیده ، نو دکندهار ښار له سقوط وروسته اکثره مجاهدین له خورا سخت حالت سره مخامخ شول ، ځکه هیڅ داسې مصئون لوری نه وو ، چې مجاهدینو پنا وروړې وای ، په دې سختو حالاتو کې امریکایانو ، او په کندهار کې دهغوئ سیمیزو ملګرو دیوه پخواني قومندان عبدالواحد( رئیس دباغران ) په واسطه عثماني صیب ته احوال ولیږه ، چې که تاسو له وسلوالې مبارزې لاس واخلئ ، اودامریکایانو واکمني ومنئ ، نو په امن کې به پاته شئ ، که نه له ډیر سخت انجام سره به مخامخ شئ .

عثماني صیب ددښمن ددې غوښتنې په مقابل کې خورا له ایماني غیرت نه ډک ځواب ورکړ، او دباغران رئیس ته یې وویل چې ( جهاد په موږ فرض او زمونږ ایماني مسؤلیت دی ، داچې حالات داسې سخت شول ، موږ خو څه له خپل ایمان څخه نه شو تیریدلای ، تاسو که هرڅه کوئ ویې کړئ ، ما خدای ته پریږدئ )

دعثماني صیب یو نږدې ملګری چې له ده سره ډیر وخت یوځای پاته شوی وایي ، چې نوموړي دجهادي مبارزې دتنظیم او مجاهدینو داکمال او انسجام لپاره ډیرې زیاتې منډې ترړې وکړې ، او مختلفو سیمو ته یې دمجاهدینو او خلکو دلیدلو لپاره سفرونه وکړل ، دسیمې په سطحه یې ډیرو دیني عالمانو ، طالبانو ، او عامو مسلمانانو ته دجهاد داعیه ورسوله ، ، چې په دې لاره کې ستړیا به یې دځان لپاره افتخار بلله .

نوموړی وایي چې یوه ورځ شهید عثماني صیب راته وویل ( مجاهد که دخپلې مبارزې په مهال په یوه کار کې دکیدلو پنځه فیصده امکان وویني ۹۵ فیصده نور باید دالله تعالی نصرت او پیروزینې ته وسپاري او سمدستی اقدام پرې وکړي ، چې همدې ته توکل وایي ) همدارنګه داسلامي امارت یو مشر مسئول او دعثماني صاحب نږدي ملګری دنوموړي داطاعت اوله جاه طلبۍ نه دکرکې په هکله وایي : کله چې داسلامي امارت دمشرتابه له لوري د عثماني صاحب پرځای ملامحمد رحیم اخند دهلمند مسئول وټاکل شو نوزه څه وخت وروسته دعثماني صاحب پوښتني ته ورغلم په خبروکې مي ورته وویل چي ګوره داله دندې لرې کول درباندي درانه نشي اوڅوک دي خطاء نه کړي چي صاحب ته خو غټ سړی وې دا ولي داسي وشول چې له دندې یې لرې کړې ، عثماني صاحب راته وخندل چي هووالله ځیني خلک راته را غلل او راته ویې ویل چي ته اوس هم زموږ مشر یې موږ ستا خبره منو چي ته هر ډول قومانده را کوي موږ یوازې هغه منو ،مګر ما ورته وویل چي زه څوک یم چي تاسو زما خبره منئ اوس خو موزه امیر نه یم ورشئ دخپل نوي ټاکل شوي والي صاحب او عمومي مسؤل چې زما په ځای ټاکل شوی خبره ومنئ او دهغه اطاعت وکړئ او س مو شرعا هغه امیر دی او ټول به یوازې دهغه امر ته غاړه ږ دو ، عثماني صاحب وویل چي کله مې دا حالت ولید نو یوه مسجد ته ننوتلم ، څورکعته نفل لمونځ مي وکړ بیا مي الله تعالی ته په ډیره عاجزي سره سوال وکړ چي یا الله ته خومي په دي امتحانو کې کا میاب کړي له هغه وروسته مي دنوي والي صاحب پوښتنه وکړه چي چیري دی ځای مي یې معلوم کړ او سیده ورغلم په څنګ کې ورسره کښینستم ترڅو ورځو پوري چي به والي صاحب چیري کار کاوه زه به ورسره ناست وم او ګډ کار به مو ورسره کاوه ترڅومو مجاهدین وویني چي نه کوم اختلاف شته اونه هم دابدلون کومه مهمه خبره ده والي صاحب دي خیر یوسي په هر څه کې به یې له ماسره مشوره کوله او ما هم پوره همکاري ر ورسره کوله مجاهدینو چي به زه دنوي والي په څنګ کې لیدلم چي هغه به زما احترام کاوه او مابه دهغه همکاري کوله ځیني به حیرا نیدل او ډیر به خو شحاله کیدل بیا نو دهمدي ګډ کار برکت وو چي الله تعالی دهلمند جهادي کارونه نور هم پرمخ بوتلل او دلویې کامیابۍ سبب شول .

دهلمندولایت تر مسئولیت وروسته بیا شهید عثماني صاحب داسلامي امارت داقتصادي کمیسیون درئیس په حیث وټاکل شو چي په دي کار کې یې هم په ښه اخلاص او امانت داري سره خدمت وکړ .

عثماني صاحب خورالوړ او حسنه اخلاق لرل چي څوک به ورسره مخامخ شو نودده له ښه چلندنه به یې دا خیال کاوه چي زه به دعثماني صاحب په ډیرو نږدي ملګرو کې یم نوموړي له خپلو استادانو،شاګردانو، ملګرو او ټولو شناخته ؤسره خورا ښه راشه درشه درلوده وخت په وخت به یې په ټولو پوښتنه کوله خصوصا دسختۍ په وخت کې به یې هغوی ته لاس ور کاوه ،چي څوک به سره خفه یا مخالف وو دهغوی دخوشحالي او نزدیکت کوښښ به یې کاوه او په دي کار کې خورا بر یالی هم وو، ډیر ښه صفت یې داؤ چي کم نیتی نه ؤ په هر چا یې مسئولیت او دمال پراخي لوریده په ملګرو او مسئولینو یې ښه اعتماد در لوداودنورو خبري او مشوري یې په سړه سینه اوریدي او خبري ته به یې ډیر ښه غوږ نیو.

او بالآخره شهادت یې

وړاندې وویل شول ، چې دامریکا په مشرئ دکفاروله لوري دافغانستان تراشغال وروسته عثماني صیب دهلمند ولایت لپاره عمومي جهادي مسؤل په توګه ټاکل شوی وو ، نوموړي په هلمند کې دجهادي عملیاتو د نظم او انکشاف لپاره خورا ډیرې ستړې تېرې کړې ، چې په برکت یې هلمند دافغانستان په سطحه دمجاهدینو په یوه قوي مرکز او دیرغلګرو لپاره په هدیره بدل شو، دغه راز په نورو ملکي او نظامي بخشونو کې هم عثماني صیب یو فعال او مؤثر شخص وو ، چې په کارونو کې دخوځښت پیداکولو او ابتکار ښه مهارت یې درلود ..

دشهید عثماني صیب پرنفوذ او راښکونکي شخصیت دغه راز سیاسي او جهادي مخورتوب او مؤثریت ته په پام سره نوموړی داسلام ددښمنانو له لوري تر ډیر تعقیب لاندې وو ، چې بالاخره دالله دلارې دا رښتینی خدمتګار د ۱۴۲۷هق ،دذوالقعده پر۲۸مه چې د 2006م ۱۲۱۸سره سمون خوري ، دهلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ دبرامچې  د ګولیګل په سیمه کې کله چې له خپلو پنځو تنو مجاهدو ملګرو سره دماسپښین دجماعت په لمانځه ولاړ وو ، ددښمن دبې پلوټه جاسوسي الوتکې دتوغندي په ګوزار ولګېد اوله ملګرو سره په شهادت ورسید ، چې وروسته یې جسد همدلته په برامچه کې د ډیرو نورو مسافرو او ګمنامو شهیدانو په یوه مبارکه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو . دشهید عثماني صاحب ترشا دری زامن او دوه لوڼې پاته دي ، الله تعالی ته سوال کوو ، چې دنوموړي برکت یې په زامنو باندې کیږدې ، ترڅو ددین او اولس همداسې سپیڅلي او مخلص خادمان ترې جوړ شي .

رحمه الله تعالی

روح دې ښاد او یاد دې تل وي