fbpx

بیا هم پر اسلامي ارزښتونو ګوزار

دادمحمد ناوک
مفکر په کولمبیا پوهنتون کې خپلو استادانو ته ویلي، چې طالبان له کورنیو لرې په مدرسو کې را لوی شوي، ځکه خو د ښځو حقوق نه پېژني.

ښايي دوی ته حقوق دا ښکاري چې دغه اوس هم د دولتي ادارو په ګډون په ګڼو شخصي ادارو کې د ښځې د مقررۍ لومړنی شرط د هغې نازونه او اداګانې دي، ښايي نوموړي ته د ښځو حق همدا ښکاري چې د هرې لویې او وړې ادارې په معلوماتي څانګه کې ښځه کېنوي تر څو اخیستونکی یا هر بل راتلونکی شخص د هغې جذابیت راکش کړي او ښځه د سوداګرۍ او بازارموندنې یوه وسیله وګرځي.

تر دې لا لوی مضریت يې دا دی چې خپله خبره بېرته د حنیف اتمر هغې خبرې ته ور ګرځوي، چې مدرسې باید بندې شي، ځکه چې اتمر يې د ترهګرۍ ځالې بولي او مفکر بیا وايي چې مدرسې له کورني ژونده د یو چا لرې کول دي او څوک چې لرې شي بیا خو نو د ادې، خور او لور په داسې حق نه پوهېږي چې ان «جنسي تېری» پرې کړي، ځکه خو باید مدرسې بندې شي. چې د ښځو د حقونو په برخه کې خنډ جوړوي.

ښاغلی مفکر! دغه اوس یوازې ستاسې په دې ویشلي او ګډوډه نظام کې ستا د رسنیو له خولې احصایه در واخلئ چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د غوږ پوزې پرې کېدل، ان په خور او لور جنسي تېری د کومې مدرسې طالب کړي او که…؟؟؟

زموږ د ټولنې پرمختګ هلته شونی دی، چې د ښوونځي او مدرسې تر منځ فاصله له منځه لاړه شي، خو د البیروت امریکايي پوهنتون شاګرد په پوره سپین سترګې د ټولنې د تخریب لپاره لا هم کار کوي. که په لوی لاس دې ته کار وشي چې د ښوونخي د شاګرد او د مدرسې د طالب نیمګړتیاوې په ښوونځي او مدرسه ور تاوان کړو، نو ښايي د ښوونځي شاګردان نه یوازې د ښځو د حقونو په برخه کې بلکې د ډېرو ارزښتونو په پایمال ملامتېدای شي. د نړۍ په سطحه، په زندانونو کې وحشتونه، د سپين ږیرو زندانیانو سره لواطت، برقي شارټونه، بربنډول، د یوې افغانۍ شامپو د ښځې په تصویر پلورل او… د ښوونځي شاګردانو ترسره کړي، په ورته توګه ښايي د مدرسې طالبانو هم خطایانې کړې او ان جنایتونه کړي وي، خو که د پرتلې خبره شي او د دې پرتلې ګوته يې بیا روزنځي ته ونیول شي، نو د مفکر او د هغه د استادانو روزنځایونه او د دې بنسټګر باید محاکه شي.

ښايي د طالبانو په واکمنۍ یا اوس هم د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د ښځو د حقونو په برخه کې نیمګړتیاوې وي، خو مفکر او د هغه ګډوډ لارویان دې د ښځو د حقونو دا نیمګړتیاوې مدرسې ته نه منسبوي، مدرسه د اسلامي جریانانو بنسټګره ده او هر اسلامي جریان د ښځې د عفت او مقام ساتندوی دی. ځکه خو باید مفکر، د هغه استادان او ګډوډ لارویان يې باید د ښځو حقونه او د هغوی عظمت په اسلام کې مطالعه کړي، په هغه اسلام کې چې د ارقم بن ارقم له مدرسې يې د تکبیر غږونه د مکې په غرو کې ازانګې وکړې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

ناوک صیب ژوندی اوسي وایې خر دګل په بوی څه پوهیږي ، نو مفکر چې له یوې کافري ښځي سره یې له یاراني وروسته واده کړی له اسلامي ارزښتونو څه خبر دی ، دوی خو چې ښځه ښه بربنډه نه کړي بل څه یې حق نه بولي ،

Hameed
میلمه
Hameed

یاره زوی یی مړ نه کړی شرم او حیا خو له مفکر نه بیخی کوچ کړی ده چی داسی اوتی بوتی ولی د مفکر او دهغه دی امریکایی بادارانو له نظره د ښځی حقوق دا معنی چی ښځی که هر غیر انسانی او حیوانی عمل غوښته خو چی خوښه یی وه او نورو ته په کی ضرر نه وه نو داددی حق ده او باید اجازه ورکړل شی لکه په یوه وخت کی له څو کسانو سره غیر مشروع جنسی رابطه ساتل،له خپلی همجنسه سره واده، له سپی او بل هر حیوان سره واده او داسی نور که درواغ وایم… نور لوستل »