fbpx

اسامة بن زيد (رضی الله تعالی عنه)

.له صورمن حياة الصحابه ، نومې کتاب څخه

 تر هجرت اووه کاله وړاندي چی مسلمانان لا په مکه کي اوسيدل ، رسول الله    ﷺ  او ملګرو يي د قريشو بي ساري تکليفونه وګالل او اسلام ته د بلنې په لار کي یې په خپل ژوند کيهغه غمونه او کړ اوونه لکه، کړۍ، ځنځیر یو په بل پسي بر داشت کول ، دنبي کریم  eملګروپه  همدې ستونزمن ژوندانه کي یودخوښۍ ستوری وځلید.

نبي کریم e  ته یو زیری کوونکی راغلی او ورته ویې ویل چي د ام ایمن هلک پیداشو،د نبي کریم e په  مخ کي دخوښۍ نښې څرګندې شوې،او دتندي ګونجېیې وغوړیدې، آیا داهلک به څوک ؤ چي رسول الله e  دومره ورباندي خوښ شو؟

دا اسامه بن زیدؤ، دا خبره خلګوته هیڅ دحیرانتیا وړنه وه چي نبي کریم e  په همدېکوچني ډیر زیات خوشحاله ؤ، ځکه خلګوته د ده د مور اوپلارهغه حیثیت معلوم ؤ چيد رسول الله e  په وړاندي یې درلو د ، دنوموړي کوچني مور حضرت بر کةُ الحبشیة وهچي په ام ایمن سره یې شهرت درلود، نوموړې د رسول الله e دمور،آمنه بنت وهب،مینځه وه،نوموړې د رسول الله e  د مور په ژوند د ده پالنه کوله اود ده  د مورله مرګه وروسته یې د رسول الله e څارنه کوله.

کوم وخت چي دنوموړي ستر ګي پردنیا خلاصي شوې اوپه ښه بد پوه شوله ام ایمنپرته یې بله مورنه پیژندله ، او دا يي لکه مور داسي وه ، له نوموړې سره رسول اللهe  ډيره بي سارې مينه درلوده او ډير ځله خو به يي دا لا هم ويل: دا زما له موره وروسته مور، او زما د کورنۍ يوازنۍ پاتې غړې ده ،دا د نوموړي بختور هلک مور وه او پلار یې بیاد رسول الله    ﷺ محبوب زید بن حارثة چي تر اسلام  وړاندي رسول الله     ﷺ په زوی والي نيولي، د رسول الله      ﷺ ملګری، په پټو رازونو خبردار، دکورنۍ یو غړی اوله اسلام وروسته ترټولوانسانانو ورباندي ګران شخص ؤ، مسلمانان هم پرده تربل هر کوچني ځکه ډیر خوشحاله وو چي هر څه به رسول الله     ﷺ خوشحاله کاوه، دوی هم په هغه ډير خوشحاله کیدل او هرڅه چي به د رسول الله       ﷺ زړه ته خوښي راوړله هغه به دوی ته دقدر وړ ؤ؛ نوله همدې امله یې دې کوچني ته د «الحب ابن الحب» لقب ورکړ.

مسلمانانو په دې کي مبالغه نه ده کړې چي پر اسامه یې د«الحب ابن الحب» نوم کيښود بلکي رسول الله     ﷺ له نوموړي سره دومره بې کچې مينه درلوده چي ټولومسلمانانو پر همدې غبطه ورسره کوله، حضرت اسامه رضی الله عنه  دنبي کريم     ﷺ دلمسي حضرت حسن بن فاطمة الزاهراء تقریباً همزولی ؤ.

حضرت حسن سپين، تازه، ډير ښکلی او رسول الله      ﷺ ته ډیر ورته ؤ، حضرت اسامه تور پوستی ، پيت پزی اوخپلې حبشۍ مور ته ډیرسوی ؤ، خو رسول الله      ﷺ یې په مينځ کي هيڅ توپيرنه کاوه، حضرت اسامه به یې پر یوه ورانه او حسن به یې پربل ورانه کښينول او دواړه به یې په سینه پوري په يوځل موښلول او ویل به یې :« ای خدایه ﷻ ! زه  دوی  دواړه خوښوم ته هم له دوی دواړو سره مينه ولره »له اسامه سره د رسول الله      ﷺ مينه دې کچي ته رسیدلې وه چي يوځل نوموړي د دروازې په درشل کي نوک وواهه، وغورځید، تندی یې ويني شو اوله پرهاره یې ویني راتوی شوې حضرت اقداس    ﷺ حضرت عائشې   رضی الله عنها ته اشاره وکړه چي ويني یې ورپاکي کړه، د دې زړه دا کار نه غوښت، نبي کريم     ﷺ په خپله ور ولاړ شو او پرهاریې  وروموږی، ويني یې ورڅخه پاکولې،او زړه یې په داسي خبرو ورښه کاوه چي له ويلو سره یې خوږې تویولې او خوشبو یي یې تله ،لکه څنګه چي د رسول الله     ﷺ له حضرت اسامه سره هغه مهال مينه وه چي نوموړی کوچنی ؤ، همداراز کله چي نوموړی ځوان شو هم د رسول کريم     ﷺ ډيره مينه ورسره وه .

يوځل د قريشو يو شتمن «حکيم بن حزام» یوه ډیره قيمتي جامه چي په يمن کي یې د سرو زرو په پنځوس دیناره اخيستې وه رسول الله       ﷺ ته هدیه کړه دا نوموړې جامه  دیمن دیو باچا«ذی  یزن» وه، نبي کريم      ﷺ د نوموړي هدیه قبوله نه کړه ځکه هغه مهال نوموړی لا مسلمان شوی نه ؤ بلکي په روپو یې ورڅخه واخيستله، هغه جامه نبي کريم     ﷺ يوځل دجمعې په ورځ واغوستله اوبیایې حضرت اسامه رضی الله عنه  ته ورکړه نوموړی به شپه او ورځ له خپلو مهاجرو او انصارو همزولو سره يوځای په هغه جامه کي ګرځيدی .

کله چي حضرت اسامه رضی الله عنه  لوی سړی شو نوداسي خویونه او صفتونه یې په ځان کي پیداکړل چي نبي کريم e یې نورهم دې ته وهڅاوه چي له نوموړي سره مينه زیاته کړي، نوموړی ډير ځيرک، حیرانونکی زړور،په هره چاره پوه، ډیر پاک چي له هري سپکي  ورکي څخه یې ډیر بد کیدل، ډير مينه ناک  او ستر متقي ؤ چي د لوی خدای ﷻ ډيره مينه ورسره وه ، د اُحد د پيښي په ورځ حضرت اسامه بن زید رضی الله عنه  دصحابه وو له يو څونورو کوچنیانو سره يو ځای دنبي کريم     ﷺ حضور ته راغلل غوښتل یې چي جهاد ته ولاړ شي، نبي کريم     ﷺ هغه هلکان چي عمرونه یې لږ لوړ ؤ، قبول کړل او ډير کوچنيان یې بیرته وشړل، دشړل سویوپه کتار کي حضرت اسامه بن زید رضی الله عنه  هم ؤ، نوموړی په داسي حال کي له هغه ځايه بیرته ستون شو چي تر کوچنیو سترګو یې له دې امله د خواشينۍ اوښکي توئيدې چي د نبي کريم     ﷺ تر بیرغ لاندي یې جهاد ونه کړ.

دخندق دغزا پر مهال يوځلي بیاحضرت اسامه بن زید رضی الله عنه  راغلی او د صحابه وو څه کوچنیان  ورسره وو، نوموړي هڅه کوله چي رسول الله    ﷺ ته ځان غټ وښيي تر څو د جهاد اجازه ورکړي، نوله همدې امله پر جګوپښو ولاړ ؤ، د رسول الله    ﷺ زړه ورباندي وسوځيد او اجازه یې ورکړه، نوموړي دجهاد توره واخيسته او پنځلس کلن ؤ چي جهاد ته ولاړی،دحنین دغزاپه ورځ مسلمانان مات شول حضرت اسامه بن زید رضی الله عنه  د رسول الله    ﷺ له تره «حضرت عباس رضی الله عنه  »او د ده دتره له زوی »حضرت ابو سفيان بن حارث رضی الله عنه» او شپږو  نفرو نورو صحابه کرامو سره پاته شو، نبي کريم    ﷺ وکولای شوای چي  د زړورو مسلمانانو په همدې کوچنۍ ډله سره د مسلمانانو ماتي په بري بدله کړي او تښتيدونکي مسلمانان دکافرانو له شره وژغوري .

دموته دجنګ پرمهال حضرت اسامه دخپل پلار«حضرت زید بن حارثه رضی الله عنه  »تر بیرغ لاندي په داسي وخت کي جهاد وکړ چي عمر یې تر اتلس کلنۍ راکښته ؤ، دخپل پلار شهادت یې دسرپه سترګو ولید،خو نوموړی له هغه سره نه ضعيف اونه زړه نا زړه شو، بلکي د پلار له مړيني وروسته یې دحضرت جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه  تر بیرغ لاندي جهاد وکړ آن چي هغه د ده په وړاندي پر مځکه را ولويد او شهید شو، اوله هغه وروسته یې دحضرت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  په قيادت کي دهغه دشهادت تر مهاله جنګ وکړ بیایې دحضرت خالد بن وليد رضی الله عنه  تر بیرغ لاندي تر هغه وخته جهاد کاوه چي څو نوموړي دا کوچني لښکر  د روميانوله منګولو بریالی او فاتح راوایست او مجاهدینوته خدای ﷻ بریالیتوب ورپه برخه کاوه، حضرت اسامه رضی الله عنه  دموته له ډګره په داسي حال کي راستون شو چي دپلار په اړه یې له خدایه ځان ته صبر او ده ته بخښنه غوښتله، د نوموړي پاک تن یې د شام خاوروته ور پريښود او دپلار پر هغه آس سپور کور ته راغلی چي نوموړی پرې شهید شوی ؤ.

دهجرت په یوولسم کال نبي کريم     ﷺ له رومیانو سره دجګړې لپاره د تیاري امر وکړ اوپه هغه لښکر کي یې حضرت ابوبکر، عمر، سعدبن ابي وقاص، ابو عبیده بن جراح رضی الله عنهم او نور دقدر وړ صحابه کرام راټول کړل، او دنوموړي لښکر امیر یې اسامه بن زید رضی الله عنه  وټاکی، نوموړی دامهال تر شل کلنۍ نه ؤ اوښتی، رسول الله     ﷺ حضرت اسامه رضی الله عنه  ته داسپار ښتنه وکړه چي دجنګ د آسونوتر پښوبه د«بلقاء» ځمکه اود «داروم کلا»چي په روم کي د«غزې» ښار ته نژدې ده لاندي کوئ،کله چي لښکر تیاریدی حضرت محمد     ﷺ رنځور شو، څرنګه چي د رسول الله     ﷺ حالت مخ پر خرابیدو وو، نو لښکر لږتم شو، د دې لپاره چي د رسول الله حال ښه څرګند شي، حضرت اسامه رضی الله عنه  وايي : کله چي پر حضرت محمد    ﷺ مرض دروند شو، زه ورته راغلم اوخلک هم راسره وو  ورننوتو، رسول الله     ﷺ پټه خوله ؤ، خبري یې دتبي د تيزۍ له امله نه شوای کولای، هغه مهال نوموړي لاس آسمان ته پورته کړ اوبیرته یې پرماکيښود زه پوه شوم چي ماته دعاءکوي .

څه وخت وروسته حضرت محمد    ﷺ وفات شو او خلګو له حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره بیعت وکړ، حضرت ابو بکر رضی الله عنه بیرته امر وکړچي هغه لښکر چي رسول الله    ﷺ د اسامه په مشرۍ د جنګ لپاره ټاکلی جنګ ته دي ولاړ شي خو دانصارو یوې کوچنۍ ډلي دا غوښتل چي داجنګ دي دڅه وخت لپاره وځنډول شي اوله حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه څخه یې وغوښتل چي په دې اړه له حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره خبري وکړي او دایې هم ورته وویل : که چيرته نوموړي دانه منله نو بیازموږ له لوري ورته ووایه چي زموږ لپاره داسي امیر وټاکه چي تر موږ مشر وي ، کله چي حضرت ابوبکر رضی الله عنه دعمر فاروق رضی الله عنه له خولې څخه دانصارو خبره واوریده، راوغورځيد او حضرت عمر رضی الله عنه یې تر ږيره ونیو اوپه تنده لهجه یې ورته وویل : ای د خطاب زويه! مور دي درباندي بوره شي، رسول الله     ﷺ امیر ټاکلی اوته ماته امر کوې چي ليري یې کړم؟! قسم په خدای ﷻ که دا وشي، کله چي حضرت عمر رضی الله عنه خلګوته ورغلی هغوی ترې وپوښتل څه دي وکړه؟حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل: بې ميندو شئ،ځئ ولاړ شئ ستاسو له لاسه ماته هغه څه د رسول الله      ﷺ دخليفه له خوا راپيښ شول چي د ويلونه دي .

کله چي لښکر دهغه ځوان قومندان په قيادت وخوځيد، د رسول الله    ﷺ خليفه حضرت ابو بکر  صديق رضی الله عنه په داسي حال کي نوموړي په پياده تګ سره بدرګه کاوه چي حضرت اسامه رضی الله عنه سپور ؤ، حضرت اسامه رضی الله عنه وویل : ای د خدای ﷻ د رسول خليفه! قسم په خدای ﷻ به یاته سپریږې  اویابه زه کوزیږم، حضرت ابو بکر رضی الله عنه ورته وویل: قسم په خدای ﷻ که یاته کوز شې اویازه سپور شم…

په ماڅه شوي چي یو ساعت د خدای ﷻ په لار کي قدمونه سپيره کړم؟! بیایې حضرت اسامه رضی الله عنه ته وویل : زه ستادین،امانت او اختتام له لويه څښتنه څخه سالم غواړم او تاته دا وصيت کوم چي د رسول الله     ﷺ د امر په پلي کولوکي پوره زیار وباسه اوپه دې پسې یې زیاته کړه: که ستاخوښه وي نود حضرت عمر رضی الله عنه په پاته کيدو سره له ماسره مرسته وکړه چي هغه دلته زما مرستیال سي،حضرت اسامه رضی الله عنه هم اجازه  ورکړه.

حضرت اسامه بن زید رضی الله عنه لښکر د جنګ ډګر ته بوتلی او هر هغه څه یې وکړل چي حضرت محمد رسول الله     ﷺ امر ورته پرې کړی ؤ، د مسلمانانو آسونه د«تخوم البلقاء»او«قلعه داروم» سیموته چي دفلسطين په ځمکه کي شتوالی لري ولاړل،د مسلمانانو له زړونو څخه یې د رومیانو ویره لیري کړه او د شام، مصر، شمالي افريقا او آن چي د تورو اوبو دفتحي لپاره یې د مسلمانانوپرمخ لاره پرانسته، حضرت اسامه رضی الله عنه بیرته دجګړې له ډګره د خپل پلار پر هغه آس چي دی پر شهید شوی ؤ،سپور خپل کور ته په داسي حال کي راستون شو چي د اټکل کوونکو تر اټکل یې زیات غنیمتونه له ځان سره راوړل، آن چي د ده په اړه به ویل کیدل : د حضرت اسامه رضی الله عنه تر لښکر به چابل سالم او غانم لښکر نه وي ليدلی .

حضرت اسامه رضی الله عنه د تل لپاره د مسلمانانو په زړونو کي ځای ونیو او نوموړي ته به هر چاځکه په غټه سترګه کتل چي د رسول الله     ﷺ په وړاندي یې ډير قدر درلود اود هغه بې کچه مينه ورسره وه .

حضرت عمر رضی الله عنه دخپل خلافت په دوره کي حضرت اسامه رضی الله عنه ته پر خپل زوی حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه لوړه مرتبه اوله بیت الماله لويه تنخواه وټاکله، حضرت عبدالله وړاندیز وکړ او ویې ویل: ای پلاره! حضرت اسامه ته دي څلور زره او ماته دي درې زره روپۍ مقرري کړي، سره له دې چي نه د ده پلار دومره بهتري درلوده لکه ستا اونه دی ترمابهتري لري، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وویل: افسوس دي وي تالره، د ده پلار ستاتر پلار پر رسول الله    ﷺ ډير ګران ؤ او دی هم تر تاد رسول الله     ﷺ زړه ته ورتیرو…

د دې په اوریدو سره حضرت عبدالله رضی الله عنه په هغه څه خوښ شو چي حضرت عمر ورته ټاکلي و.

کله چي به حضرت عمر رضی الله عنه له اسامه بن زید رضی الله عنه سره مخامخ شو نو ورته ویل به یې : زموږ امیر دي هر کله راشي … چاچي به داخبره واوریده؛ نو ډیر به حيران شول، حضرت عمر رضی الله عنه به ورته وویل : دا رسول الله     ﷺ پر موږ امیر ټاکلی ؤ.

لوی څښتن ﷻ دي پر داسي سترو روحانو ورحميږي، دتاریخ په اوږدو کي تاریخ پوهانود رسول الله تر ملګرو بهتر، لوړ، زړور او سر تیري جنګيالي نه دي پيژندلي.

 

مولوي ميرزامحمد شکيب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د