افغانستان

پروان: ښځینه زندانیانو خپلې شونډې ګنډلې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د پروان په مرکزي ښځینه زندان کې ۲۰ تنو زندانیانو له دریو ورځو راهیسې اعتصاب کړی او ځینو يې خپلې شونډې ګنډلې دي.

د پروان د ښځو چارو ریاست رییسه نادره ګیاه هم وايي چې له تېرې پنجشنبې راهیسې ځینو مېرمنو اعتصاب کړی دی او خپلې شونډې يې ګنډلې دي.

د ښځو چارې رییسه وايي چې دې مېرمنو د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت د دوی د زندان په موده کې کوم کمښت نه دی ورکړل شوی.

د پروان ولایت د مرکزي زندان مدیر عبدالواحد بیا وايي چې د دې مېرمنو جرمونه ډېر سخت دي، ځکه خو د مارچ د اتمې په مناسبت د دوی په زنداني موده کې کمښت نه دی راغلی.

د زندان د مدیر په قول اعتصاب کوونکو مېرمنو ډېری يې د قتل په تور زندانیانې شوې دي.

اعتصاب کوونکې مېرمنې وايي چې دوی به تر هغوی خپل اعتصاب ته دوام ورکړي چې تر څو يې غږ نه وي اورېدل شوی.

د پروان په مرکزي زندان کې نږدې ۶۰۰ مېرمنې پر بېلابېلو جرمونو زندانیانې شوې دي، چې ځینې د دوسیو له څېړلو پرته د زندان د پنجرو شاته وخت شپې سبا کوي.

تر دې وړاندې په کابل پلازمېنه کې ګڼو مېرمنو ازادي راډیو ته ویلي و، چې څارنوالان او د قضا نور غړي د دوسيو د څېړلو او قضيې پر مخ بیولو لپاره له دوی نه په رشوت کې د جنسي اړیکو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x