د نن سرلیکنه

د یمن لانجه د اسلامي امت پر ټپي جسد یو بل ناسور

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: په داسې حال کې چې په دار الخلافت بغداد او د مشق کې د داخلې جګړو له کبله د عراقي او شامي مسلمانانو د وينو ویالې بهیږي د اسلامي نړۍ یو بل تاریخي او استراژیک هیواد یمن هم د خپل منځي جګړو طوفان لاهو کړ.

ښکاره خبره ده چې د اسلامي نړۍ د ټولو نا امنیو ، ستونزو او لانجو تر شا د اسلامي امت د ستر دښمن (امریکا او نړیوال صهیونیزم) لاس دی چې له امله يې د مسلمانو ملتونو لاسونه یو د بل په وینو سره دي.

نن چې په یمن کې د عاصفة حزم (حزم طوفان) په نوم د ایران پلوه حوثیانو د له منځه وړلو په پلمه عملیات پیل شوي او امریکایانو ورته د استخباراتي او لوجیستکې مرستو ژمنه ورکړې ، همد غه امریکایان بیا په عراق کې له سُني مسلمانانو څخه د تکریت په لاندې کولو کې له ایراني ځواکونو سره پوځي او استخباراتي مرستې کوي او د سُني مسلمانانو سیمې بمباروي.

همدا امریکایان ول چې په یمن کې د دوي تر پوځي او استخبارتي موجودیت لاندې ایران پلوه حوثیان تحریک کړای شول چې د یمن له شمال صعده ولایت څخه لشکر کشي شروع او په ډرا ماتیکه ډول تر پلازمینې صنعاء پوري ځان ورسوي او ټول سُني مذهبه یمن تر خپلې غاصبې واکمني لاندې راولي.

منځنی ختیځ د پریمانه نفتو او نورو طبیعي زیرمو د شتون له کبله د امریکایانو لپاره په اقتصادي او امنیتي لحاظ ځانګړي ارزښت لري.

امریکایان غواړي په دې سیمه کې د مصطنعو لانجو په راپیداکولو سره دوه مهم اهداف تر لاسه کړي :

لومړی : د اسرائیلو امنیت تامین كړي.

دوهم : د سیمې نفتي او نور مهم طبیعي ذخائر تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د یمن تر ستونزې وړاندې امریکایانو د دې سیمې تر ټولو مهم هیواد عراق لاندې کړ ، په سوریه ، مصر او لیبیا کې یې داخلې جګړې پیل اوس هغوی غواړي د دغو لانجو ساحه په سعودي عربستان کې د مسلمانانو تر ټولو مقدسو ښارونو مکې او مدنې پوري وغزوي ، چې د دې خطر ناکې دسیسې د عملې کولو لپاره دسعودي په ګاونډ یمن کې داخلې بي ثباتي راپورته کول او بیا د سعودي او نورو خلیجي هیوادونو د پوځي ایتلاف له لارې د هغه پر خلاف پوځي اقدام کول دي .

په یمن کې د ایران پلوه حوثیانو پر خلاف د سعودي عربستان په مشرۍ د حزم په نوم د پوځي عملیاتو پیل چې د امریکایانو په استخباراتي او لوجیستیکي مرستو پیل شوې په هیڅ صورت د يمن د سُني مسلمانانو د خیر غوښتنې لپاره نه ، بلکې په سیمه کې د امریکایي مصالحو د تر لاسه کولو لپاره یوبله هغه شریره دسیسه ده چې قربانیان یې بیا هم له بده مرغه مسلمانان دي .

همدا شریر امریکایان دي چې په افغانستان کې يې د جګړې د له منځه وړلو په بهانه د جګړې عوامل مهیأ کړي ، په عراق،سوریه ،لیبیا کې له مستبدو چارواکو څخه د ولس ژغورنې په پلمه شرارت پیل کړی اوس غواړي په یمن کې د سُني مذهبه مسلمانانو د دفاع په پلمه د هغوی د تباهي لپاره د جګړې بل محاذ پرانیزي .

چې له ډیره بده مرغه په دې خونړې جګړې کې به هم ټول پوځي ، بشري او اقتصادي تلفات د مسلمانو په برخه او د جګړې خالص محصول به د امریکايي وسلو جوړولو کمپنیو د مالکانو حسابونو ته ځي .

خدای دې وکړي چې نور ټول اسلامي امت د شرارات پیشه امریکایانو د شریرو د سیسو له شره وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زما له نظره په اوسنی جغرافیه کې د اسلامي ورورولی روحیه د تاریخ برخه ګرزېدلې ده او تر دې شعار لاندې چې کوم تعامل د مسلمانو هیوادونو تر منځ رواج لري کله هم ورته د اسلامي ورورولی نوم نشو ورکولای، ځکه که د دوی یو تعامل ته د اسلامي ورورولی نوم ورکړو نو له بل مسلمان هیواد سره یې د تعامل بڼه هغه څه دي چې اسلامي ورورولي په قطعي ډول نفی کوي. د سعودي عربستان او موتلفینو پرېکړه هغه وخت د ستایلو وړ وه چې دوی له پخوا څخه په ځبلواکه توګه د ټول جهان اسلام د بقا او… نور لوستل »

سامی

خدای دې وکړي چې نور ټول اسلامي امت د شرارات پیشه امریکایانو د شریرو د سیسو له شره وژغوري.
انصاف دادی چی دشیعه / داعش او القاعده له شره الله ته پناه وغوارئ! ځکه دا احمقان دشرارتونو زمینه برابروی

شهاب

په رشتیا هم چه ددی تولو دسیسو تر شا دهمدی پلیتی امریکا لاس ده خدای دی وکری چه داسلامی امت مشران پدی حساس پراو کی د جدیت پرحای لگ دغور اوفکر سخه کار واخلی اوددی پرحای چه یودبل وینی توی وکفار په حانونو پوری وخندوی اودهغوی اسلحوته مارکیت پیداکری ددی پلیتی امریکی دغلامی سخه حانونه ازاد اوداسلامی امت داتحاد په فکر کی شی.
شهاب

Hameed

له هر څه ترمخه ټولی محترمی اداری ته سلامونه او بعد له سلامه
نو بیا دا خو هم ورسره واضح کړی چی د امریکایانو ددی شومو اهدافو په تحقق کی شیعه گان ګرم دی که سنیان

فاتح کاروان

که شیعه ګان ګرم وي او که سنیان هغه خو نو اوس هر چاته معلومه ده مګر که سعودي د شیعه ګانو سره دښمني پالي نو په عراق کې دی د دوی له ملاتړ نه لاس واخلي، سعودي آل سلول د اسلامي امت حقیقي دښمنان دي چې د اسلام په پاکه خاوره یې امریکايي یهودیانو او صلیبیانو ته د استوګنې اجازه ورکړی ده، پورته یو تن د سامی په نوم لیکي چې د القاعدې له شر نه پناه…. دغه تن به ولیکم چې نوم دی سامی دی خو عقیده دی د سامري ده، بدبخته انسانه د اسلام پوځ خو همدا… نور لوستل »

habib amin

##### په اصل کی د ایران سپا ه پاسدارانو او دشورای نظار اوجمیعتی ملیشو نه دفاع کوی . دوی یوازی پدی معنی خلک غولوی چی هله امریکا او په اساسی توگه له حقیقت نه سترگی پیتوی هیح گله یی ونه یل چی ایران او حذب الله د لبنان داسی جنایتونه یی په سوره کی وکرل نن ورح په لبنان کی په ضد د سنیانو همدغه د حذب الله ملیشی په هم غزی د عیسویانو چنگیژی #### تول د شورای نظار . محقق او د ایران ملیشو تر سیوری لاندی دفاع کول دی او د کرزی . اشرف غنی او نورو… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx