د فوټبال هغه لوبغاړي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات معاش اخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۷مه ۱۳۹۴ل): د مختلفو ولسمشرانو د معاشونو په اړه به مو اوریدلی وي چې کلني ډول زیات معاشونه اخلي خو د فوټبال یو شمیر لوبغاړي بیا په نړۍ کې تر هر چا زیات معاش اخلي.

دلته د فوټبال هغه لوبغاړي درپیژنو چې په نړۍ کې تر ټولو زیات معاش اخلي:

دغه لیست کې په لسم نمبر روبرټ لوانډووسکي (Rober Lewandowski) دی، دغه لوبغاړی د بایرن مونیخ (Bayern Munich) لوبډلې ته لوبه کوي او کلنۍ معاش یي له سپانسرشپ سره ۱۴.۸ میلیونه پاونډه دی.

نهم نمبر سرجی اګویرو (Sergio Aguero) دی چې د مانچسټر سیټې (Manchester City) لوبډلې لپاره لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۱۵.۶ میلیونه پاونډه دی.

اتم نمبر زلاتان ابراهیموویک (Zlatan Ibrahimovic) دی چې د پېریس سینټ جرمن (PSG) لوبډلې ته لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۱۵.۸ میلیونه پاونډه دی.

اووم نمیر واین روني (Wayne Rooney) دی چې د مانچسټر یونایټد (Manchester Uniter) لوبډلې ته لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۱۶.۵ میلیونه پاونډه دی.

شپږم نمبر ګریت بېل (Gareth Bale) دی چې د نړۍ مشهورې لوبډلې ریال ماډریډ (Real Madrid) ته لوبه کوي او کلنۍ معاش یي له سپانسرشپ سره ۱۷.۵ میلیونه پاونډه دی.

پنځم نمبر روبن وان پرسي (Robin Van Persie) دی چې د مانچسټر یونایټد (Manchester Uniter) لوبډلې لپاره لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۱۸.۸ میلیونه پاونډه دی.

څلورم نمیر تیاګو سیلوا (Thiago Silva) دی چې د پېرس سینټ جرمن (PSG) لوبډلې لپاره لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۲۰.۲ میلیونه پاونډه دی.

درېم نمبر نیمار (Neymar) دی چې د نړۍ مشهورې لوبډلې بارسلونا (Barcelona) لپاره لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۲۶.۸ میلیونه پاونډه دی.

دوهم نمبر د نړۍ مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو (Cristiano Ronaldo) دی چې د نړۍ مشهورې لوبډلې ریال ماډرېډ (Real Madrid) ته لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۳۹.۷ میلیونه پاونډه دی.

لومړۍ نمبر د نړۍ بل مشهور لوبغاړی لیونل میسي (Lionel Messi) دی چې د نړۍ پیژندل شوی لوبډلې بارسلونا (Barcelona) لپاره لوبه کوي او کلنۍ معاش يي له سپانسرشپ سره ۴۷.۸ میلیون پاونډه دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صابرالله
میلمه
صابرالله

په خپل وار سره د نن ټکی ویب پاڼی ټولو کارکونکو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم
بعد د سلام څخه مونږ ستاسو دومره مننه کو لکه د ټولی نړی غرونه ستاسو هر یو کار د ستایلو دی
الله ج مو تل ژوندی لره